|
په کندوز کې ځانمرگى بريد وشو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په شمالي ښار کندوز کې يوۀ ځانمرگي بريد لږ تر لږه ١٢ کسان ټپيان کړي دي. د کندوز د پوليسو مشر ايوب سالنگي بي بي سي ته وويل يو شکمن سړى چې د دۀ د ځواکونو لخوا تر څارنې لاندې و، هغه مهال ځان والوزاوه چې دوى ورنژدې شول. ښاغلي سالنگي وويل ځانمرگى بريد کوونکى چې پر يوه پښه معيوب و پياده روان و او کله چې امنيتي ځواکونو د هغۀ د نيولو هڅه وکړه ده خپل ځان وچول. پېښه د دوشنبې د مازيگر په څه کم شپږ بجې شوې. ښاغلي سالنگي وويل په ټپيانو کې درې امنيتي کسان دي چې په ناوړه روغتيايي وضع کې دي. يو پوليس او يو ماشوم هم له ټپيانو څخه دي. پاتې ژوبل شوي کسان عادي لارويان ښوول شوي دي. د پوليسو مشر د بريد پړه مخامخ پر چا وانه چوله، خو د 'وطن دښمنانو' ته يې اشاره وکړه- هغه اصطلاح چې افغان چارواکي يې د حکومت د وسله والو مخالفينو لپاره کاروي. کندز په تېرو دريو مياشتو کې په پرتليزه توگه ارام پاتې شوى. خو له هغۀ مخکې د روان زېږديز کال په لومړيو کې دغه ښار د څو خونړيو ځانمرگو بريدونو شاهد وو، چې بهرني سرتېري يې نښه وو. | ورسره تړلي نور خبرونه د کندوز ځانمرگي بريد الماني سرتېري وژلي19 مۍ, 2007 | خبرونه د کندز ځانمرگي بريد لويه مرگ ژوبله اړولې16 اپريل, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||