BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:10 گرينويچ 2007 ,21 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دکابل ځانمرگي يوبهرنى سرتيرى وواژه

ځانمرگى بريد
دغه بريددسولې دنړيوالې ورځې په لومړنيو ساعتونو کې وشو چې د ملگرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي .
يو ځانمرگي بريد کونکي خپل کورولا ډولى گاډى د کابل په سوېلي سيمه ميدان ښار ته د غځيدلې لارې په اوږدو کې د فرانسوي سرتيرو له يو کاروان سره وجنگاو.

دکابل د پوليسو د جنايي پلټنو د څانگې مشر جنرال عليشا پکتيا وال بي بي سي ته وويل چې په دې بريد کې لږ تر لږه يوبهرنى سرتيرى وژل شوى او٦ تنه ملکي افغانان ټپيان شوي دي.

ناټو منلې ده چې په دغه بريد کې ددوى پو پوځي وژل شوى دى چې په کابل کې پر سوله ساتي ماموريت بوخت وو .

دغه بريددسولې دنړيوالې ورځې په لومړنيو ساعتونو کې وشو چې د ملگرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کيږي .

دکابل ځانمرگى بريد له هغې وروسته وشو چې د افغانستان په سوېل کې دافغان او نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې د٤٠ تنو طالب جنگياليو د راپور خپور شو .

که څه هم طالبانودسپتمبر پر٢١ د سولې د ورځې په وياړ د تاوتريخوالي د نه ترسره کولو په اړه خپل دريځ ونه ښوده.

په تيرو وختونو کې طالبانو ددغسې بريدونو پړه ډير په چټکۍ سره په غاړه اخيستله.

ناټو ويلي وو،که پرې بريد ونشي نو دوى به په دغه ورځ له پوځي يرغلونوڅخه لاس واخلي .

وسله وال طالبان دځانمرگو بريدونو سربيره د افغان او نړيوالو ځواکونو په وړاندې له غلچکيو اوواټ دغاړې د بمي بريدونو له ټاکټيک څخه کار اخلي.

افغان پوليسو ددغه ځانمرگي بريد پړه د سولې او ټيکاو پر دښمنانو واچوله .دطالبانو يو وياند ويلي دي چې دغه بريد ددوى د ملگرو له خوا تر سره شوى دى.

داسې ښکاري چې دغه بريد له هغې ژمنتياد تيري له نښو څخه ديوې نښې په توگه راڅرگنديږي چې ملگرو ملتونو يې غوښتنه کړې وه .

ملگرو ملتونو سولې ته ددرناوي د څرگندولو لپاره له ټولو هغو خواوو څخه چې په وسله والو جگړو او زور زياتيو کې لاس لري په کلکه غوښتي وو چې د سپتمبر پر ٢١ نيټه يې چلند سوله ييز کړي .

خو په هيواد کې روان پوځي حالات ښيي چې په افغانستان کې سيالو جگړه مارو غاړو د ملگرو ملتونو غوښتنې ته غاړه نه ده ايښې .

ورسره تړلي نور خبرونه
په کندز کې ځانمرگي پوليس وژلي
04 سپتمبر, 2007 | افغانستان
په گرشک کې ځانمرگي ٢٦ ووژل
10 سپتمبر, 2007 | افغانستان
د هلمند ځانمرگي اوه کسان وژلي
17 سپتمبر, 2007 | افغانستان
د کابل ځانمرگي يوازې خپل ځان وژلى
19 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت