BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:18 گرينويچ 2007 ,17 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هلمند ځانمرگي اوه کسان وژلي

هلمند
هلمند د افغانستان تر ټولو نارامه ولايت دى
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يوۀ ځانمرگي بريد اوه کسان وژلي، چې څلور يې پوليس او درې يې ولسي خلک دي.

په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته وويل يوۀ سړي چې پر ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي ول، ځان د نادعلي ولسوالۍ د پوليسو د مرکز مخې ته والوزاوه.

دى وايي نن (دوشنبه) د ١١:٣٠ بجو په دغه بريد کې د څلورو پوليسو او دريو ولسي خلکو د وژل کېدو سربېره، شپږ تنه نور ټپيان شوي هم دي.

بشري وويل ځانمرگي بريد کوونکي غوښتل چې د پوليسو ودانۍ ته ننوځي، خو له وارخطايۍ څخه يې ځان د ودانۍ مخې ته الوځولى.

د ټپيانو حالت نورمال ښوول شوى دى.

هلمند په افغانستان کې تر ټولو نارام ولايت دى، چې ځانمرگي بريدونه، جگړې او نښتې پکې ورځنۍ خبرې دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
په گرشک کې ځانمرگي ٢٦ ووژل
10 سپتمبر, 2007 | افغانستان
په هلمند کې نښتې شوې
29 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت