BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:10 گرينويچ 2007 ,04 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د هلمند بمبارۍ طالبان وژلي، نه ولسي خلک'

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو بمباري
دفاع وزارت وايي ناټو ځواکونو په وروستۍ بمبارۍ کې واړۀ بمونه کارولي دي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي په هلمند کې د پنجشنبې د ورځې په بمبارد کې د طالبانو د څو قومندانانو په گډون ١٠٠ وسله وال وژل شوي دي.

په کابل کې د دفاع وزارت چارواکو وويل د نړيوالو ځواکونو په دغۀ هوايي بريد کې ولسي خلکو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى.

د وزارت وياند ظاهر عظيمي خبريالانو ته وويل په وژل شويو کې د طالبانو د هلمند والي، ملا عبد الرحيم، له خپل ورور سره هم وژل شوى دى.

دۀ وويل دغه عمليات د کره معلوماتو له ترلاسه کولو څخه وروسته ترسره شوي او له کوچنيو بمونو څخه کار اخيستل شوى دى. وياند د پنځه طالب قومندانانو نومونه واخيستلاو ويې ويل چېپه هلمند کې دوه ورځې وړاندې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.

د طالبانو د وژل شوي مشهور قومندان د ورور او ځايناستي منصور داد الله په اړه وياند وويل چې دوى د هغۀ له برخليک څخه خبر نه دي، خو ويې ويل چې هغه د بمبارد پرمهال په سيمه کې و.

جنرال ظاهر عظيمي وويل د ناټو الوتکو هغه مهالپرسيمه بمونه وغورځول چې طالبانو غوښتل پنځه تنه سيمه ييز اوسيدونکي له دولت سره د مرستې په تور اعدام کړي.

د دفاع وزارت وايي ټول ١٠٠ تنه په دغه بريد کې وژل شوي دي او نژدې ٥٠ تنه نور ټپيان دي.
دۀ د باغران ولسوالۍ باغني سيمه چې په بريد کې په نښه شوې د هستوگنې له ځايونو څخه ليرې وبلله او ويې ويل چې طالبان په کې راغونډ شوي وو او ملکي خلکو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.

ښاغلي عظيمي وويل: ''هغه خبره چې مهمه ده، داده چې په باغني کې له دولت سره د مرستې په تور د پنځه تنو اعدامول و. دا سيمه څو ساعته وړاندې د هوايي کشف له لارې زموږ د نظر لاندې وه. موږ ته د خلکو شمير په بشپړ ډول څرگند وو چې له ١٥٠ تنو ډير نه دى.''

 هغه خبره چې مهمه ده، داده چې په باغني کې له دولت سره د مرستې په تور د پنځه تنو اعدامول و. دا سيمه څو ساعته وړاندې د هوايي کشف له لارې زموږ د نظر لاندې وه. موږ ته د خلکو شمير په بشپړ ډول څرگند وو چې له ١٥٠ تنو ډير نه دى
ظاهر عظيمي

څو ورځې وړاندې دناټو عمومي سرمنشي ياپ دې هوپ شيفر ويلي و چې په افغانستان کې به د طالبانو په وړاندې جگړه کې له کوچنيو بمونو څخه کار واخلي. اوس د افغانستان ددفاع وزارت وياند وايي چې همدا پلان د لومړي ځل لپاره عملي شو.

د طالبانو يوۀ وياند وويل د بمبارد پر مهال د دوى هيڅ ملگري په سيمه کې نه وو.

تېره ورځ ځايي اوسېدونکو رسنيو ته ويلي وو چې په بريد کې دوى ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده. په لومړي سر کې خو سيمه ييزو چارواکو هم د شاوخوا شل کليوالو خلکو د ټپي کېدو پخلى کړى و.

سيمه ييز خلک پر هغه څه په غوسه دي چې په سترگو يې ليدلي چې بهرني ځواکونه تر اړتيا زيات ځواک کاروي.

په افغانستان کې د ناټو او نړيوالې ټولنې ماموريت ددې لپا ره دى چې له افغانانو سره مرسته وکړي، خو درنې جگړې اوځانمرگو بريدونو په سلگونو ملکي وگړي وژلي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په تيرو وختونو کې پر بهرنيو ځواکونو نيوکه کړې ده چې د ملکي خلکو د خونديتوب لپاره ډير څه نه کوي. اوس به افغان ولسمشرواشنگټن ته د سفر پر مهال له امريکايي سيال سره پر همدې مساله ډير تميږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت