BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:33 گرينويچ 2007 ,03 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هلمند طالب ضد بمبارۍ ملکي خلک هم وژلي
 د يوې پخوانۍ پېښې عکس
ډيره کله له بمباريو وروسته د ملکي خلکو د وژنې رپوټونه ورکول کيږي چې پر خپل وخت يې سپيناوى شونى نه وي
د متحدو ايالاتو په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د هغې بمبارۍ له امله د ملکي کسانو د وژنې رپوټونه ورکړل شوي چې دوى يې د افغانستان د هلمند په ولايت کې د وسله والو طالبانو د مشرتابۀ پر يوې غونډې بولي .

نړيوال ايتلاف وايي په دغې بمبارۍ کې يې په ځانگړې توگه دوه طالب قومندانان په نښه کړي دي خو اوس د ځاني تاوان دقيقه شميره نه لري .

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظيمي بي بي سي ته وويل چې دوى اوس پلټنې پيل کړي چې په بمبارۍ کې په رښتيا هم ملکي کسان وژل شوي دي که نه .

طالبان او ملکي خلک ادعا کوي چې په دغې بمبارۍ کې گڼ شمير ملکي کسان وژل شوي دي .

د هلمند ولايت په مرکز لشکرگاه کې د روغتون چارواکي وايي چې د دغې بمبارۍ له امله شاوخوا ٥٠ ټپيان اوس له دوى سره د درملنې لپاره بستر شوي دي .

لږ تر لږه څلور ټپيان د کندهار يوۀ روغتون ته او ځينې نور د گريشک او موسى کلا روغتونونو ته بېولل شوي دي .

د لشکرگاه په يوۀ روغتون کې ټپيانو بي بي سي ته ويلي چې پېښه د بغران ولسوالۍ د بغني په سيمه کې هغه مهال وشوه چې په يوه دښته کې خلکو مېله کوله .

د دغو خلکو له ادعا سره سم په پېښه کې وسله وال طالبان نه دي وژل شوي . په روغتون کې شاوخوا ١٠ ماشومان هم ليدل شوي دي چې تپيان شوي و .

ځينو نورو ځايي سرچينو او د افغانستان د دفاع وزارت بي بي سي ته وويل بمباري پر داسې وخت وشوه چې ظاهرآ وسله والو طالبانو اووه کسان د جاسوسۍ په تور اعدامول .

سرچينې دا هم وايي چې په بمبارۍ کې د وژل شويو کسانو شميره ښايي په لسگونو وي .

جنرال اعظيمي بي بي سي ته وويل د وژل شوي قومندان ملا داد الله ورور ملا منصور دادالله او ځينې نور ځايي وسله وال طالب قومندانان هم د بمبارۍ پر وخت هلته شته و خو دا لا معلومه نه ده چې دوى په څه حالت کې دي .

په افغانستان کې د بمباريو په ترڅ کې د ملکي کسانو مړينې افغان حکومت او ناټو ته لوى سرخوږى جوړ کړى دى .

څو ورځې وړاندې د ناټو مشر ويلي و چې د ملکي کسانو د وژنې د مخنيوي په نيت هڅه کوي چې له دې وروسته په افغانستان کې له وړو بمونو کار واخلي .

ډير کله د ملکي کسانو د وژنې ادعاوې پر وخت نه سپينيږي . داسې هم شوي چې د دقيقو شميرو تر څرگنديدو وروسته لومړنۍ ادعا شوې شميرې خورا لږ يا په بشپړه توگه غلطې ثابتې شوې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت