|
ايتلاف : په هلمند کې مو ٥٠ طالبان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د تيرو نژدې ٤٨ ساعتونو په ترڅ کې د بيلابيلو نښتو له امله ٧٧ وسله وال طالبان ، درې افغان پوليس او د ناټو يو سرتيرى وژل شوي دي . له بگرام څخه په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې د متحدو ايالاتو په مشرۍ نړيوال ايتلاف ادعا کوي چې د افغانستان د هلمند په ولايت کې يې تر ٥٠ ډير وسله وال طالبان وژلي دي . د خبر پاڼې په وينا دغه وژنې د هلمند سيند په لويديځ کې هغه مهال وشوې چې دوى گزمه کوله او له وسله والو طالبانو سره مخامخ شول . دغه نښته چې د ايتلاف په وينا تر ١٢ ساعتونو اوږده وه د کلا گاز په نامۀ کلي سره ونښته او وسله والو طالبانو له بيلا بيلو لوريو د ايتلاف او افغان پوځ پر گزمې بريدونه وکړل . ايتلاف د نښتې په ترڅ کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستى خو ټينگار کوي چې د عملياتو پر وخت يې ملکي کسانو ته تاوان نه دى اړولى . ځينو ځايي خلکو خبري رسنيو ته ويلي چې په دغو پېښو کې دوى ته هم تاوان اوښتى دى . په تيرو وختونو کې تل تر پوځي عملياتو او هوايي بريدونو وروسته د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې رپوټونه خپارۀ شوي دي . ناتاييد شوي رپوټونه د ځايي خلکو له خولې ادعا کوي چې گواکې په دغو وروستيو عملياتو کې هم ١٦ ملکي کسان وژل شوي دي . نړيوال ايتلاف په خپله خبر پاڼه کې وايي چې د تيرې يکشنبې له ورځې راهيسته د هلمند په موسى کلا يا ورته نژدې سيمو کې تر ١٦٠ ډير وسله وال طالبان په بيلا بيلو نښتو کې وژل شوي دي . په کندهار کې د بي بي سي خبريال ميرويس افغان د افغان سرچينو له خولې وايي چې د پرون او نن ( چارشنبې او پنجشنبې ) په هغو نښتو کې چې تر ډيره په هلمند او تر يوۀ ځايه د کندهار په ځينو سيمو کې شوي دي شاوخوا ٧٧ وسله وال طالبان وژل شوي او درې کسه افغان پوليسو پکې ژوند له لاسه ورکړى دى . په يوۀ بل خبر کې ناټو وايي چې د افغانستان په سويل کې يې د چارشنبې په ورځ د يوې چاودنې له امله يو سرتيرى وژل شوى او دوه نور يې ټپيان شوي دي . د ناټو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې د پېښې ځاى او د وژل شوي سرتيري نوم او هيواد نه دى ياد شوى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||