|
چارواکي: په هلمند کې ٢٠ طالبان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې دامريكا په مشرۍ ايتلافي ځواكونه وايې دهلمند په سنګين ولسوالۍ كې يې ٢٠ تنه وسله وال طالبان وژلي دي . ددغو ځواكونو يوه خبرپاڼه ليكي طالبانو ته دغه زيان د دوى اوافغان ځواكونو په هغو گډو عملياتو كې اوښتى چې دجمعې په مازيګر يې دسنګين په ځينو برخو كې ترسره كړل. افغان ځايي چارواكو دطالبانو مرګ ژوبله تردغه هم ډېره بللې .خو طالبانو ټول وژل شوي كسان خپل ملګري نه بلكي ولسي وګړي بللي دي . ايتلافي ځواكونه وايې په نورو جلاعملياتو كې يې هم په دغه ولايت كې يو وسله وال طالب وژلى او دوتنه نور يې ژوندي نيولي دي . دافغانستان دكورنيو چارو وزارت په سويلي ولايت هلمند كې ووسله والو طالبانو ته ددرنې مرګ ژوبلې داړولو خبر وركړ . له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې تيرمازيګر دهلمند په سنګين ولسوالۍ كې دنړيوالو ايتلاف او افغان سرتيرو په گډو عملياتو كې ٢٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي چي دخبرپاڼه په وينا ١٢تنو جسدونه يې دجګړې په ډګر كې پراته دي . دكورنيو چارو له وزار ت څخه خپره شوي خبرپاڼه كاږي دغه عمليات دسنګين په كوټي زو سيمه كې وروسته له هغه ترسره شوه چې وسله والو طالبانو پرافغان او ايتلافي ځواكونو بريد وكړ، خودسنګين ځايې چارواكي دوسلوالو طالبانو مرګ ژوبله تردغه هم ډېره بولي . ددغه ولسوالۍ ولسوال عزت الله بي بي سي ته وويل په دغو عملياتو كې ٢٥ تنه طالبان وژل شوي اوگڼ شمير نور ټپيان شوي هم دي .عزت الله وايې دغه عمليات وروسته له هغه پيل شوه چې دوسلوالو طالبانو په يوه بريد كې درې افغان سرتيري ټپيان شول. بلخوا له سيمي څخه ځيني كسان چې ځانوه دټيليفون پركرښه سيمه ييز وګړي معرفي كوي ادعاكوي چې ګواكي په دغه عملياتو كې ډېر زيان دوي ته اوښتى . طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني اوپه دې ټينګار كوي چې ګواكې ددوى په وينا وژل شوي كسان ولسي وګړي دي. خو ځايې چارواكي ټول زيان دوسله والو طالبانو بولي . هاخوا په بګرام كې دايتلافي ځواكونو دمطبوعاتي دفتر لخوا په يوه خبرپاڼه كې ويل شوي چې نړيوالو ځواكونو په دغه ولايت كې په جلا عملياتو كې يو طالب وژلى اودوه تنه نور يې ژوندي نيولي دي . خبرپاڼه كاږي دغه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول او دوه تنه نور يې ژوندى ونيول شول چې دهلمند په يوه سيمه كې دايتلافي ځواكونو دتالاشۍ پرمهال يې پرهغوي ډزي وكړې .د خبرپاڼې په وينا، په ځوابي ډزو كې يوتن ووژل شو او دوه نور يې ونيول شول . سنګين دهلمند يوه شمالى ولسوالۍ ده چې د رپوټو له مخې دغلته له تيرو څومياشتو راهيسې دوسله والو طالبانو - ناټو اوافغان ځواكونو ترمنځ نښتي روانې دي .په دغونښتو كې يوازي دانه چي دواړي ښكېلي غاړې زيان ويني بلكي وخت په وخت ولسي وګړوته هم پكې درانه زيانونه اوړي . دتېري چارشنبې په ورځ په دغسي يوه جګړه كې چارواكو د لږ تر لږه ٢١ تنو ولسي وګړو چې ښځې اوماشومان هم پكي شامل وو دوژل كېدو خبر وركړى وو . |
ورسره تړلي نور خبرونه د ناټو په بمبار کې ٢١ ولسي وگړي مړه دي09 مۍ, 2007 | خبرونه په هلمند کې نوي عمليات پيل شول30 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو : د سنگين ولسوالي مو بيرته ونيوله06 اپريل, 2007 | خبرونه ناټو : په هلمند کې مو پراخ عمليات پيل کړي06 مارچ, 2007 | خبرونه د هلمند په بمبارۍ کې ١٥ کسان وژل شوي14 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو: په موسى کلا کې مو طالب قومندان وژلى04 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||