BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:27 گرينويچ 2007 ,06 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو : د سنگين ولسوالي مو بيرته ونيوله

افغانستان
افغانستان په سويلي ولايتونو کې د پسرلى له راتگ سره د جگړو د ډيريدو خبرې لا له وړاندې کيدې
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د هلمند ولايت د سنگين ولسوالي تيره شپه ظاهرآ بې له کومې لويې جگړې نيولې ده .

وسله والو طالبانو دغه خبره تاييد کړې او وايي چې گواکې له تاکتيکي پلوه يې د سنگين ولسوالۍ مرکز پراېښى دى .

د هلمند په ولايت کې د ناټو ځواکونو په دې وروستيو کې لوى پوځي عمليات پيل کړي دي چې لوى هدف يې د نيول شويو ولسواليو بيرته نيول او د امنيت پر ځاى کول پاديږي .

د هلمند په ولايت کې لا هم د موسى کلا ولسوالي له وسله والو طالبانو سره ده چې څو مياشتې وړاندې يې له ناټو او افغان ځايي واکمنو سره د سولې د يوۀ تړون په ماتولو ونيوله .

بل پلو وسله وال طالبان د زابل په ولايت کې د خاک افغان په نامۀ د يوې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکوي .

د زابل ولايت چارواکو هم له بي بي سي سره په خبرو کې دا منلې ده چې دغه ولسوالي د دوى له گوتو وتلې ده .

د زابل چارواکو وويل چې تيره شپه له بيلا بيلو غاړو وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ بريد وکړ .

د چارواکو په وينا پوليسو ته پر وخت اکمالات نه دي رسيدلي له همدې امله يې د دوى په خبره تاکتيکي په شا تلنه کړې ده .

په دې وروستيو کې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې دوى دې هم په هغه ډول اکمال شي لکه د ملي پوځ سرتيري چې د نړيوالو له خوا شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت