|
زابل کې دوه ځانمرگي بريد کوونکي ژوندي نيول شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
چارواكي وايي چې د ځانمرګه بريد كونكو د٢٠ كسيزې ډلې له جملې څخه يې دوه كسان نيولي دي . د چارواكو په وينا نيول شويو كسانو هڅه كوله چې په كندهار كې ځانمرګي بريدونه ترسره كړي . دغه كسان د پنجشنبې په سهار ( د چنگاښ ٨ د جون ٢٩ ) د زابل په لويديځه ولسوالۍ شهرصفا كې په يوه ټكسي موټر كېد چارواکو په وينا په داسې حال كې ونيول شول چې له زابل څخه د كندهار پرلور روان وو. دشهرصفا ولسوالۍ د امنيې قومندان محمد رسول اكا بي بي سي ته وويل چې نيول شويو كسانو دوى ته منلي دي چې ګواكې د يوې ٢٠ كسيزې ډلې په بڼه د زابل ولايت ته راغلي او د دغه هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې ځانمرګي بريدونه كوي . نيول شوي دواړه كسان دګاونډي هيواد پاكستان د بلوچستان ايالت د بولان سيمې اوسيدونكي بلل شوي دي. ښاغلي اكا پرنړيوالو او ځايي رسنيو غږ وكړ چې په شهرصفا ولسوالۍ كې دې له نيول شويو كسانو سره خبري وكړي . چارواكي وايي چې نيول شوي كسان په ډاډه زړۀ خبري كوي او پر دې پښيمانه نه دي چې د ځانمرګو بريدونو د ترسره كولو په موخه افغانستان ته راغلي دي. د دغو كسانو د نيول كيدو خبر وروسته له هغه د زابل چارواكو وركړ چې په زابل ولايت كې تيره ورځ يو ځانمرګى بريد ترسره شو. كه څه هم له هغه بريد څخه د چارواكو په وينا امريكايي ځواكونه روغ رمټ ووتل خو په يوه بله چاودنه كې نړيوالې ټلوالې په همدغه ولايت كې د دوه امريكايي سرتيرو د ټپي كيدو خبر وركړ. د ټپي شويو سرتيريو درملنه امريکايي ځواکونه کوي روغتيايي حالات يې د ډاډ وړ بلل كيږي . | ورسره تړلي نور خبرونه د زابل ځانمرگي بريد بريد کوونکي ووژل28 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||