|
د زابل ځانمرگي بريد بريد کوونکي ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له ځانمرګي بريدڅخه سملاسي وروسته سيمه امنيتي ساتونكو ولكه کړه . خلكو ته يې د پيښې ځاى ته د ورتګ اجازه نه وركوله. خو تردې وړاندې چې د پيښې ځاى ته امنيتي ساتونكي راورسيږي عيني شاهدانو هلته د دووكسانو مړي ليدلي چې يو يې له پيژندلو وتلى وو. په ځانمرګي بريد كې كارول شوى موټر په ټوليزه توګه له مينځه تللى او ټوټې يې پرسړك تر ليري پرتو سيمو پورې خپرې وې . د ځانمرګي بريد موخه امريكايي ځواكونه وه چې له پيښې څخه د چارواكو په وينا روغ رمټ وتلي دي. د زابل د والي وياند ګلاب شاه علي خيل بي بي سي ته وويل چې وژل شوي دواړه كسان ځانمرګي بريد كونكي وه چې دده په خبره ښايي دواړه به عرب مسلمانان وي . ښاغلى علي خيل وايي د استخباراتي معلوماتو په مټ پوليس لا له وړاندې په دې خبر وو چې کلات ښارته دوه ځانمرګي بريد كونكي راغلي دي چې دده په خبره پوليسو بريد كونكي تعقيبول او د امريكايي ځواكونو كاروان ته تر رسيدو وړاندې يې خپل موټر وچاودى. د سيمه ييزو وګړو په وينا چې په پيښه كې يو عام وګړى هم ټپي شوى دى. طالبان ادعا كوي چې په بريد كې يې امريكايي ځواكونو ته مرګ ژوبله وراړولې ده . ملا معصوم چې په زابل كې د طالبانو يو قومندان بلل كيږي د ټيليفون پركرښه بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ځان مرګي بريد د يوه افغان له لورې ترسره شوى چې دده په وينا د خوست ولايت اوسيدونكى وو . ترځانمرګي بريد وروسته په زابل كې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي او د تلاشيو لړۍ خورا ګړندۍ شوې ده . د زابل ترځانمرګي بريد يو ساعت وروسته دلته په كندهار كې د خوجك بابا سيمې ته څيرمه يوه چاودنه وشوه چې ځاني او مالي زيان يې نه درلود. د كندهار ولايتي وياند داود احمدي وويل چې پيښه د ترهګرۍ يو عمل وه چې دده په خبره د كندهار د ښاريانو د ويرولو په نيت ترسره شو. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||