|
کابل ته د زابل رسيدلې جرگه بدلونونه غواړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دوى وايي د زابل د ځايي چارواکو له امله په هغۀ ولايت کې د ناراضو کسانو شمېره ډيره شوې ده . دغې جرگې له ولسمشر کرزي سره ليدلي او ورڅخه غوښتي يې دي چې هورې واک يوې ځايي شورا ته وسپاري . دوى هوډ ښيي که داسې وشي نو ښايي د طالبانو د نښتو په مخنيوي کې به هم قومي مشران ونډه واخلي . دغه مشران وايي د دوى په وينا د ځايي چارواکو بې کفايتۍ د زابل ځينې خلک اړ کړي چې له طالبانو سره همکاري وکړي . افغان حکومت ژمنه ورسره کړې چې د دوى پر غوښتنو به غور کوي . زابل يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د نور افغانستان په پرتله پکې اورپکې ډلې ډيرې فعاله دي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||