BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:49 گرينويچ 2007 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان چارواکي : تر ٢٠ ډير طالبانو مو وژلي

طالبان
وسلوال طالبان كه څه هم په ژيړۍ ولسوالۍ كې دجګړې پخلى كوي خو دشاوليكوټ جګړه په كلكه ردوي .
دافغانستان دكورنيو چارووزارت په سويلي ولايت كندهار کې د افغان سرتيرو د يولړ عملياتو په ترڅ كې دڅه باندي شلو طالب جنګيالو دوژلو خبر وركړي .

ددغه وزارت څخه په خپرې شوي خبرپاڼې کې ويل شوي چې دغه عمليات چارشنبې په ورځ دشاوليكوټ او ژيړۍ په ولسواليو كې ترسره شوي .

دكورنيو چارو وزارت لخوا په دغه خبرپاڼې كې دڅو طالب قوماندانانو دوژل كيدو يادونه هم شوې .

وسلوال طالبان كه څه هم په ژيړۍ ولسوالۍ كې دجګړې پخلى كوي خو دشاوليكوټ جګړه په كلكه ردوي .

ددغې ډلې يووياند قاري يوسف احمدي وايې چې دژيړۍ ولسوالۍ په جګړه كې دخپلو دوو ملګرو د وژل كيدو دتائيد ترڅنګ دلسو افغان سرتيرو دوژل كيدو اود هغوى څوګاډو دويجاړيدو ادعاكوي .

خو افغان چارواكي دوسلوالو طالبانو ادعا بې بنسټه بولي . له بل پلوه دناټو په مشرۍ ايساف ځواكونو دكندهار دګاونډ په هلمند ولايت كې له امريكايې ځواكونو سره په گډو عملياتوكې دملامحمود بلوڅ په نوم ديو ه لوړپوړي طالب قوماندان دوژلو ادعاكړې .

دايساف ځواكونو له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايې چې ددغه طالب قوماندان د وژلو خبر دوى ته ولسي وګړو وركړى .

اخوا دغزني چارواكو ددغه ولايت داندړو په ولسوالۍ كې ددوطالب قوماندانانو دوژل كيدو او دونورو دژوندي نيولو خبر وركړي .

چارواكي وايې دغه طالبان يې د ميوند په نوم دهغه عملياتو په ترڅ كې وژلي چې له څه مودې څخه ددغه ولايت په ناراموولسواليوكې روان دي .

يو شمير كسان چې په غزني كې ځانونه دطالبانو ملګري بولي خبري رسنيوته د خپلو دوو قوماندانانو دوژلو تائيد كړى .

پرهمدې مهال دهلمند په ګرشك ولسوالۍ كې يوځانمرګي بريد يوازې د بريدكونكي په وژنه تمام شوى .

چارواكي وايې يوتن چې په ځان پورې يې چونكي توكي تړلي هغه مهال خپل ځان والوزاوه چې پوليسو يې دنيولو هڅي پيل كړې . طالبان په دغه پيښه ځان ناخبره بولي .

درپوټونوله مخي دروان ميلادي كال له پيل څخه دافغانستان په لروبركې تاوتريخوالي دشاوخوا دوو زرو انسانانوژونداخيستي چې د ښيكلو غاړو تر څنګ يې يوه برخه ولسي وګړي جوړوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت