BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:36 گرينويچ 2007 ,29 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې نښتې شوې

په تازه نښتو کې ناټو او افغان ځواکونه يو خوا او طالبان بله خوا وو
د هلمند په نښتو کې دناټو ځواکونو يو گاډى هم ويجاړ شوى، خو وسله وال طالبان وايي چې دوى د ناټو سرتېرو ته مرگ ژوبله اړولې ده
دافغانستان په هلمند ولايت كې د وسله والو طالبانو ناټو اوافغان ځواكونو ترمنځ دجګړو خبرونه وركړل شوي، چې لامله يې ښکېلو غاړو ته د سر اومال زيانونه اوښتي.

د هلمند ولايت له بيلا بيلو سيمو څخه دافغان، نړيوالو ځواكونو اووسله والو طالبانو ترمنځ ددرنو جګړو رپوټونه وركړل شوي.

د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي چې په هلمند ولايت کې يې د طالبانو يوتن مهم قوماندان ويشتلى.د ناټو ځواكونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه كې ددغه طالب قوماندان نوم قاري فيض محمدښودل شوى دى.

خبرپاڼه زياتوي، چې دوى دقيق راپور ترلاسه کړى، چې قاري فيض محمد تېره اونۍ دهلمند په عملياتو كې مړ ياټپي شوى د ى.

كه څه هم په خبرپاڼه كې دعملياتو ددقيق ځاى په اړه څه نه دي ويل شوي، خوتيره اونۍ په ګرشك او موسى كلا ولسواليو كې دطالبانو اوناټو ترمنځ درنې جګړې شوي وې.

دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دقاري فيض محمد په نامۀ قوماندان نه لري. دى پر ناټوځواكونو تور لګوي چې ګواكې عادي طالبانو ته دلوړ پوړو قوماندانانو نوم وركوي.

بلخوا، د هلمندپه كجكي ولسوالۍ كې دوسله والو طالبانو اوافغان سرتيرو ترمنځ په يوې نښته كې دوه افغان سرتيري وژل شوي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وايي چي جګړه هغه مهال وشوه چي حكومتي سرتيري دطالبانو له يوه كمين سره مخامخ شول.

بل پلو دناټو ځواكونه وايي چي دهلمند په ګرشك ولسوالۍ كې يي يو ګاډى دسړك دغاړي دماين په يوه چاودنه كې ويجاړشوى.

په هلمند كې دناټو ځواكونو يوۀ وياند چارلي مايو خبريالانوته ويلي چي په ګاډي كې سپرو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.

وسله وال طالبان وايي چي ماين ددوى لخوا ښخ كړل شوي و اوادعاكوي چي په ګاډي کې سپرو سرتيروته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هاخوا په فراه ولايت كې وسله والو طالبانو افغان او ايتلافي ځواكونوته دجاسوسۍ په تور يو افغان وژلى دى. وسله وال طالبان وايي دغه تن يې دفراه رود په ولسوالۍ كې وروسته له هغه وواژه چې هغۀ پر خپل 'جرم' اعتراف وکړ.

دترلاسه شوو رپوټونو له مخې دروانې ميلادي مياشتې له پيل څخه دافغانستان په سويل اومركزي ولايتونو كې وسله والو طالبانو ١٣ تنه حكومت او نړيوالو ځواكونوته دجاسوسۍ په تور وژلي دي.

له دغه شمير څخه اوه تنه په كندهار اوپاتي نور يي په غزني ولايت كې وژل شوي دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت