|
د گرمسېر ځانمرگي اته پوليس ټپيان کړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په هلمند ولايت کې په يوۀ ځانمرگي بريد کې اته پوليس او په پکتيا کې دوه امريکايي سرتېري ټپيان شوي او په غزني کې يو امنيتي چارواکى وژل شوى دى. يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي و په گرمسېر ولسوالۍ کې يې ځان د پوليسو له گزمې سره نژدې والوزاوه او اته تنه يې ټپيان کړل. بريد نن (چهارشنبه) سهار وشو. د هلمند د پوليسو مشر حسين انډيوال بي بي سي ته وويل ځانمرگى پلى روان و او کله چې د پوليسو کاروان گرمسېر ښار ته ور ورسېد ځان يې والوزاوه. دۀ وويل په ټپيانو کې د دريو وضعه خرابه ده. طالبانو د خپل وياند، قاري يوسف احمدي پر خوله، د پېښې پړه پر غاړه اخيستي او د لسو پوليسو د وژلو ادعا يې کړې ده. د هلمند په گرشک ولسوالۍ کې بيا ناپېژانده وسله والو يو مخور قومي مشر، حاجي ميراجان عادل، وژلى دى. چارواکي وايي دغه قومي مشر تېره شپه له جوماته کور ته روان و، چې وسله والو پرې مردکۍ واورولې او پښې يې سپکې کړې. د گرشک له يو شمېر نورو سيمو څخه هم د نښتو خبرونو ورکړل شوي، چې وسله والو طالبان پې افغان او بهرنيو ځواکونو ته د مرگ ژوبلو ادعا کوي، خو ځايي چارواکي يې نه تاييدوي. په زابل، غزني او پکتيا کې د تاوتريخوالي پېښې همدا ډول د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې پر افغان سرتېرو تېره شپه بريد شوى، چې طالبان وايي څلور پوځيان يې وژلي، خو سيمه ييز چارواکي دغه مرگ ژوبله نه مني. هاخوا، دسويل ختيځ ولايت پكتيا په ګرده څيړۍ ولسوالۍ كې دوسله الو طالبانوپه يوه بريد كې دوه نړيوال سرتيري ټپيان شوي دي . په ختيځ زون كې دناټو مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته ويلي چې په بريد كې يې يو ګاډى هم ويجاړشوى. خو وسله والو طالبانو د ١٢ بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو او د دوى د پنځو گاډو د ويجاړولو ادعا کړې ده. په سيمه كې عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي چي دوي دنړيوالو ځواكونو درې ويجاړموټر ليدلي دي. هاخوا، په غزني ولايت کې د پوليسو يو لوړپوړى افسر د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو کې وژل شوى دى. چارواکي وايي د والي د حرامسراى د امنيت مسول، رييس خان، د ښار څنډو ته نژدې د کډوالو لپاره په يوۀ نوي جوړېدونکي ښارگوټي کې ووژل شو. ښاغلي رييس خان له ښار څخه تېر ماښام ليدنه کوله چې وسله والو پرې ډزې وکړې، دى يې وواژه، يو ساتونکى يې ور ټپي کړ او گاډى يې ځينې بوت. د پېښې پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې. | ورسره تړلي نور خبرونه د هلمند ځانمرگي اوه کسان وژلي17 سپتمبر, 2007 | افغانستان په گرشک کې ځانمرگي ٢٦ ووژل10 سپتمبر, 2007 | افغانستان 'د هلمند بمبارۍ طالبان وژلي، نه ولسي خلک'04 اگست, 2007 | افغانستان په هلمند کې نښتې شوې29 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||