|
د کابل ځانمرگي يوازې خپل ځان وژلى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي چې بهرنيو ځواکونو ته نژدې يې ځان الوځولى يوازې خپل ځان وژلى. د کابل د پوليسو يو چارواکى عليشاه پکتياوال وايي يوۀ بريد کوونکي د ماسپښين پر ٢:٤٠ بجو له چاودېدونکو توکو ډک گاډى يې بگرام ته پرلاره د کابل په سرک نو سيمه کې والوځاوۀ. دۀ بي بي سي ته وويل بريد کوونکي مخکې له مخکې ځان الوځولى او خپله موخه يې خطا کړې ده. د ناټو په مشرۍ د سوله ساتو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي په دې اړه پلټنې کوي چې په ځانمرگي بريد کې د دوى کاروان ښکېل و که نه. يو طالب وياند، ذبيح الله مجاهد، ويلي چې په بريد کې يې بهرنيو او افغان ځواکونو ته مرگ ژوبله اړولې ده. ځانمرگي بريدونه په وروستيو کې په افغانستان کې زيات شوي، خو په کابل کې خال خال دا ډول پېښې کېږي. بگرام په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو لويه اډه ده، چې څو ځلې مخکې هم خپله اډه او يا ورته تلونکې لارې د ځانمرگو بريدونو شاهدې پاتې شوې. | ورسره تړلي نور خبرونه دکابل په هوايي ډگر کې ځانمرگي يوپوځي وواژه31 اگست, 2007 | افغانستان په کابل کې پر امريکايي پوځ ځانمرگى بريد وشو31 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||