|
په کابل کې پر امريکايي پوځ ځانمرگى بريد وشو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل ښار په ختيځ کې يوۀ ځانمرگي بريد کوونکي د امريکايي سرتېرو يو کاروان په نښه کړى، يو لاروى يې وژلى او درې امريکايي سرتېري ټپيان کړي دي. دوه نور لارويان هم په بريد کې ژوبل شوي دي. پوليس وايي بريد نن (سه شنبه) سهار د څرخي پله سيمې ته نژدې شوى، چې د نړيوالو ځواکونو پوځي مرکزونه هم هلته دي. د کابل د پوليسو د جنايي پلټنو مشر عليشاه پکتياوال بي بي سي ته وويل په بريد کې يواځې يوۀ ولسي وگړي ژوند له لاسه ورکړى. په ټپيانو کې، دۀ وويل، درې امريکايي سرتېري او دوه لارويان شامل دي. له بگرام څخه د امريکايي پوځ يوه خبرپاڼه وايي په بريد کې درې د دوى سرتېري او درې افغان وگړي ټپيان شوي دي. ښاغلي پکتياوال وويل چې د امريکايي سرتېرو يو گاډى د بريد لامله په بشپړه توگه ويجاړ شوى. په کابل کې د ځانمرگي بريدونو لړۍ سږ کال زياته شوې، چې کله کله په څو ورځو کې پرلپسې وي او کله بيا وروسته له يوې مودې پېښېږي. پوره يوه مياشت مخکې هم د کابل په بوت خاک سيمه کې ورته بريد شوى و. خو، په پاى ته رسېدونکي(جولاى) مياشت کې دا لومړى بريد دى چې کابل په نښه کوي. بلخوا، د هېواد په ختيځ کې چارواکي وايي د ننگرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو ته په د خوراکي توکو پر يوۀ وړونکي موټر هم ځانمرگى بريد شوى. چارواکي وايي په بريد کې يوازې د موټر چلوونکى او د هغۀ يو ملگرى ټپيان شوي دي او بل چا ته زيان نه دى رسېدلى. | ورسره تړلي نور خبرونه په کندوز کې ځانمرگى بريد وشو30 جولاى, 2007 | افغانستان دکابل ځانمرگي دوه تنه ټپيان کړل 06 جولاى, 2007 | خبرونه امريکايي پوځيانو په کابل کې پرخلکو ډزې کړې16 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||