|
دکابل ځانمرگي دوه تنه ټپيان کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دکابل ښار په ختيځو څنډو کې يو موټر بم ٢ نړيوال سرتيري ټپيان کړي او په خپله ځان وژونکى وژل شوى دى . بريد د حربي پوهنتون شاته د نړيوالو ځواکونو په کتار شوى . پر دغه خام سړک بهرني ځواکونه له کابله بگرام ته تگ را تگ کوي . د کابل دجنايي جرمونو سره دمبارزې مشر وايي د نړيوالو ځواکونو ٢ موټر په دغه بريد کې ويجاړ شوى . د کابل په ختيځ کې د ملي اردو د روزنې دمرکز شاته د لوړو خاورينو غونډيو په منځ کې ځان وژونکي خپل کرولا ډوله موټر د بهر نيو ځواکونو له هغه کتار سره جنگولى چې په ترڅ کې يې دوه بهرني سر تيري ټپيان شوي او ځان وژونکى وژل شوى دى . دغه ځان مرگى مو ټر ي بريد د نړيوالو ځواکونو له اډو نه شا وخوا يو کيلو متر شمال لور ته پر داسې سيمه شوى چې ملکي وگړي پرې ډېر کم تگ را تگ کوي . پر دغه سړک د بگرام او څرخي پله په سيمه کې پراته نړيوال سرتيري تگ راتگ کوي. له بريد وروسته سيمه نړيوالو ځواکونو کلابنده کړې وه او خبريالان يې سيمې ته نه پريښول . د بريد د سيمې څو سوه کيلو متره شا وخوا ته د کوچيانو يو شمير کيږدى هم ښکاريدې. د کا بل دجنايي جرمونو سره دمبارزې مشر عليشا پکتيا وال چې د بريد پيښه يې له نژدې لېدلې وويل چې په پيښه کې ملکي وگړوته زيان نه دى اوښتى . (( پيښه دجمعې په ورځ د ماسپښين په يوه بجه وشوه دوه بهرني سرتيري ټپيان شوى او ددوى دوه موټر زيانمن شوي . په خپله ځان وژونکى مړ او موټر له منځه تللي . پلټنې به وروسته معلومه کړي چې ځان وژونکى د کوم ځاى و )). داسې ويل کيږي چې ځان مرگو بريد کونکو خپلو تکتيکونو ته بدلون ورکړى او په هغو ځايونو کې بريدونه کوي چې ملکي وگړو ته يې زيان کم وي . تر دې وړاندې په کابل کې د احمد شاه با با مينې پر سړک په نړيوالو ځواکونو بريد شوى و چې نسبتا د ښار په ختيځ کې له گڼې گوڼې يو څه خالي سيمه ده . | ورسره تړلي نور خبرونه کندهار کې ځانمرگي ٩پوليس ووژل05 جولاى, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||