BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:35 گرينويچ 2007 ,05 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ځانمرگي ٩پوليس ووژل

پوليس
ځانمرگي د پوليسو جامه په تن کړې وه او پوليس يې په نښه کړل
د افغانستان د کندهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کې د پنجشنبې په ورځ ( د چنگاښ ١٥ د جولاى ٥ ) په يوۀ ځانمرگي بريد کې افغان پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده .

دسپين بولدك ولسوالۍ ځايې چارواكي وايې بريدكونكى دپوليسو جامه په تن كړې وه او هغه مهال يې دسرحدي لواه په يوې قرارګاه كې ځان والوازوه چې پوليس دغرمې دډوډۍ په خوړولو بوخت وه .

په کندهار کې د پوليسو يوه لوړ پوړي چارواكي بي بي سي ته وويل چې دبريد په پايله كې دپوليسو ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې اوله ودانۍ څخه تردا مهاله د٩ پوليسومړي او ١١ نورو ټپيان راايستل شوي دي .

د پوليسو په وينا ښايي د دغې چاودنې له امله ملکي کسانو ته هم تاوان اوښتى وي .

هغه وويل چې اوس هم له نړيدلې ودانۍ څخه دمړو اوټپيانو دراايستلو لړۍ روانه ده .

په كندهار كې دسويلي زون دپوليسو عمومي قوماندان مل پاسوال غلام علي وحدت هم پرسرحدي پوليسو ځانمرګي بريد تاييدو كړ ا ويې ويل چې اوس يې سيمې ته د دقيقو تلفاتو دمعلومولو په موخه يو پلاوى ليږلى .

هغه هم پوليسوته دډيرې مرګ ژوبلې داوړيدلو اټكل وكړ خوپه دقيق ډول يې دمرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه كړل .

داڅويم ځل دى چې ځانمرګي بريدكونكي دپوليسو له جامو څخه په ګټه اخيستنې حكومتي سرتيرو ته مرګ ژوبله ور اړوي .

كابو دوې مياشتې وړاندې هم يوه تن چې دافغان پوځ دسرتيرو دريشي يې په تن كړې وه دهلمند دامنيې قوماندانۍ ودانۍ ته نژدې ځان والوزاوه چې افغان سرتيرو ته يې مرګ ژوبله واړول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت