|
په فراه کې دوه هسپانوي سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هسپانيې د دفاع وزارت چارواکو ويلي چې دوه سرتېري يې د افغانستان په لوېديځ ولايت فراه کې د دوشنبې په ورځ وژل شوي دي. په مادريد کې د دفاع وزارت وايي دوه نور سرتېري يې سخت ټپيان شوي او د دوى يو ايرانى ژباړونکى هم وژل شوى دى. دا مرگ ژوبله د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان سيمه کې د هسپانوي ځواکونو پر يوې گزمې باندې د سړک د غاړې د چاودنې لامله رامنځته شوې ده. هسپانيه په افغانستان کې څۀ کم ٧٠٠ سرتېري لري چې ډېرى يې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان په لوېديځ کې مېشت دي. له دې سره په افغانستان کې په روان زېږديز کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ١٧٧ ته رسېږي، چې ډېرى يې د ناټو له ځواکونو څخه دي. فراه د افغانستان په لوېديځ کې تر ټولو نارامه ولايت دى چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو باندې پکې وخت په وخت بريدونه کېږي. همدلته تېره ورځ هم د يوۀ خصوصي امريکايي امنيتي شرکت درې کار کوونکي او د چارواکو په خبره، ٢١ وسله وال طالبان په يوه نښته کې وژل شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي12 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو شپږ سرتېري وژل شوي23 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||