|
په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو ځواکونه وايي دوه سرتېري يې په افغانستان کې د شنبې په ورځ وژل شوي او گڼ نور ټپيان شوي دي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي سرتېرو يې د افغانستان په سويل کې گزمه کوله چې مرگ ژوبله ور واوښته. په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاگه شوى او نه يې د پېښې ځانگړې سيمه ښوول ښوول شوې ده. خو د برتانيې د دفاع وزارت ويلي چې د دوى دوه سرتېري د هلمند په گرمسېر ولسوالۍ کې په داسې مهال کې وژل شوي او څو نور ژوبل شوي چې د طالبانو په ضد يې يه پلان شويو عملياتو بوخت ول. له وروستۍ پېښې سره په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د وژل شويو نړيوالو سرتېرو شمېره نژدې تر ١٧٠ پورې رسېږي. ډېرى دغه سرتېري په سويل کې وژل شوي، چې د هېواد تر ټولو نارام ولايتونه هلته پراتۀ دي. په وروستيو مياشتو کې پر نړيوالو ځواکونو د وسله والو طالبانو بريدونه زيات شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي27 اگست, 2007 | افغانستان يو ولسوال او٣ماشومان يې ځانمرگي ووژل17 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي12 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||