BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايټالوي سرتېري خوشي شوي، خو ټپيان دي
په هرات کې ايټالوي سرتېري
د ايټاليې سفارت وايي يو سرتېري يې ډېر سخت ټپي شوى دى، خو هغه بل په ښه حالت کې دى
د افغانستان په لوېديځ کې دوه يرغمل شوي ايټالوي سرتېري خوشي شوي، خو دواړه ټپيان دي.

په کابل کې د ايټاليا سفارت وايي سرتېري يې چې دوه ورځې مخکې د هرات له شينډنډ څخه تښتول شوي وو نن (دوشنبه) سهار وختي د ناټو ځواکونو لخوا په پوځي عملياتو کې خوشي شول.

د سفارت يوۀ لوړپوړي دپلومات چې خپل نوم يې ونه ښودل بي بي سي ته وويل د خوشي کولو په عملياتو کې جگړه شوې، خو دا ښکاره نه ده چې سرتېري يې په عملياتو کې ټپيان شوي که مخکې له هغۀ.

له دوى سره دوه تنه افغانان چې يو يې موټر چلوونکى او يو ژباړن و تېره ورځ پرېښودل شوي وو.

د برمته گرو هويت لا نه دى په ډاگه، خو شينډنډ د وسله والو غلو او شخصي ملېشو يو مرکز دى.
طالبان چې د بهرنيانو د يرغملولو پېښو شاته عموما دوى وي، وايي له خپلو سيمه ييزو وسله والو ملگرو څخه يې لا معلومات نه دي اخيستې چې ايا دا د دوى کار و که نه.

دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ بهرني سرتېري يرغمل نيول کېږي، که څه هم په وروستيو کې د ملکي بهرنيو وگړو برمته نيونه زياته شوې ده.

هاخوا، په فراه ولايت کې د يوې شخصي امريکايي امنيتي کمپنۍ درې کسان وژل شوي دي.
د فراه د پوليسو مشر عبد الرحمن سرجنگ بي بي سي ته وويل تېره ورځ طالبانو په بکوا ولسوالۍ کې د USPI امنيتي شرکت ته کمين نيولى و، چې له لږ جگړې وروسته پوليس هم مرستې ته ورغلل. وايي په دوه ساعته جگړه کې د امريکايي شرکت درې کسان ووژل شول او يو پوليس هم ټپي شو. دۀ د ٢١ وسله والو طالبانو د وژل کېدلو خبره هم وکړه.

د افغانستان لوېديځ، په تېره بيا فراه ولايت، يو له نارامو سيمو څخه دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت