BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:49 گرينويچ 2007 ,24 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بدخشان په کمين کې ١٢ کسان وژل شوي
بدخشان
چارواکي وايي پر پوليسو کمين د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې شوى
د افغانستان په بدخشان ولايت کې په يوۀ کمين کې ١٢ کسان وژل شوي، چې اتۀ يې امنيتي کسان دي.

په بدخشان کې امنيتي چارواکي وايي په راغستان ولسوالۍ کې د پوليسو يو کاروان چې ولايتي مرکز فيض اباد ته روان و، د وسله والو تر بريد لاندې راغى او ١٢ کسان پکې ووژل شول.

چارواکي وايي په وژل شويو کې اتۀ تنه پوليس او پاتي ملکي خلک دي چې تېره ورځ (يکشنبه) د وسله والو په کمين کې کېوتل.

طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده، خو لاهم ښکاره نه ده چې رښتيا دا کار د طالبانو و او که سيمه ييز وسله وال قاچاق وړونکي به يې تر شا وو.

هاخوا، په بل شمالي ولايت تخار کې چارواکي وايي د ځانمرگو بريدونو يو چمتو کوونکى يې له ناکامې چاودنې وروسته نيولى دى.

په کابل کې د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي پوليسو يو سړى چې د تخار د يوۀ لوړپوړي پوځي چارواکي د کور له مخې يې تېره ورځ چاودنه وکړه په ټپي حالت کې ونيو. وايي له نيول شوي سړي څخه له پلټنو وروسته معلومه شوه چې دى د ځانمرگو بريدونو چمتو کوونکى و او په څو مخکينيو پېښو کې يې لاس درلود.

خبرپاڼه وايي د نيول شوي سړي دکور له پلټنې وروسته له هغۀ سره پنځه له ليرې کنترولېدونکي بمونه او زيات شمېر چاودېدونکي توکي وموندل شول.

د افغانستان شمالي سيمې نسبتا ارامي دي، خو کله ناکله پکې د ناامنۍ پېښې کېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
طالبانو په کندز کې دوه پوليس وژلي
22 سپتمبر, 2007 | افغانستان
په کندز کې ځانمرگي پوليس وژلي
04 سپتمبر, 2007 | افغانستان
په کندوز کې ځانمرگى بريد وشو
30 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت