BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:20 گرينويچ 2007 ,26 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايتلاف: ١٧٠ طالبان مو وژلي

طالبان
که د ايتلافي ځواکونو ادعا رښتيا وي، دا په يوه ورځ کې خورا لويه مرگ ژوبله ده چې طالبانو ته اوړي
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونه وايي په سويل کې يې تر کابو ١٧٠وسله وال طالبان وژلي دي.

د ايتلافي ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې په هغې جگړه کې چې د سه شنبې له سهار راهيسې روانه ده (تر چهارشنبې ماسپښينه پورې) له افغان پوځيانو سره يې په گډه تر ١٠٠ زيات وسله وال طالبان وژلي دي.

وايي د ريگي کلي په شاوخوا کې يې گډې گزمې لاهم روانې دي چې دغه سيمه له وسله والو پاکه کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې په موسى کلا کې جگړه هغه مهال ونښته چې په لسگونو وسله والو طالبانو له يوۀ ښۀ سمبال مورچل او څو نورو ودانيو څخه د افغان او ايتلافي ځواکونو گډ کاروان د ماشينگڼو، توغنديو او هاوانونو تر گوزارونو لاندې ونيول.

ايتلافي ځواکونه وايي له جنگېدونکو طالبانو سره له سيمې څخه نور وسله وال هم يوځاى کېدل چې مورچل پياوړى کړي، چې په ځواب کې يې ايتلاف د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه. وايي په نښه شويو سيمو کې ١٠٤ وسله وال طالبان په بمبارۍ کې ووژل شول.

په جگړه کې د ايتلاف يو سرتېرى هم وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونه په يوه بله خبرپاڼه کې بيا په ارزگان ولايت کې د ٦٥ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

ايتلافي ځواکونه د دهراوت ولسوالۍ په ککرک سيمه کې هم د جگړې ورته کيسه کوي، چې لومړى د طالبانو يوې ډلې پر دوى د درنو وسلو بريدونه وکړل، بيا نور وسله وال يې ملاتړ ته ورغلل چې په ځوابي هوايي بريد کې تر ٦٥ زيات طالبان ووژل شول.

دعوې ډېرې، خو سپيناوى نشته
طالبان وايي د بهرنيو سرتېرو يوه چورلکه يې غورځولې او بله ځينې خطا شوې
که رښتيا وي، دا طالبانو ته په يوه ورځ کې خورا درنه مرگ ژوبله ده چې ور اوړي. خو نه هم خپلواکو سرچينو او نه خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.

په روانو جگړو کې دواړه خواوي، هم طالبان او هم نړيوال او افغان ځواکونه، هره ورځ يو بل ته د درنو مرگ ژوبلو اړولو دعوې کوي، خو رسنيو ته د دغو ادعاگانو سپيناوى خورا گران وي. په همدې ډول په تېرو څو ورځو کې که د طالبانو ادعاوې وشمېرل شي او رښتيا وي، نو په لسگونو بهرني او افغان ځواکونه په روانه اوونۍ کې وژل شوي دي.

همداسې يوه ادعا طالبانو تېره شپه هم کړې ده. دوى وايي هغه چورلکه چې تېر ماښام د بادغيس په غورماچ کې پرېوتي دوى راغورځولې او پکې ټول سپارۀ سرتېري يې وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي دويمه چورلکه له توغندي څخه خطا شوې ده. دواړه چورلکې له سيمې څخه د افغان پوليسو د هغو دريو غړيو د لېږدولو لپاره راغلې وې چې د سړک د غاړې په چاودنه کې سخت ټپيان شوي وو.

د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونه وايي چورلکه يې په غورماچ کې د کېناستو پرمهال اوښتي ده، خو وايي سرتېري يې ټول بچ دي او دا چې د 'دښمن لاس پکې نشته'.

د زابل او فارياب تښتونې او د 'نور الاسلام' ويديو
په يوه بله پېښه کې، په زابل کې پنځه کسان، چې دوه افغان ډاکتران، دوه د برق انجينران او يو موټر چلوونکى وو، د ناپېژانده وسله والو لخوا له لويې لارې څخه برمته شوي دي.

د زابل د والي وياند گلاب شاه عليخيل وايي د زابل د برق د څانگې دوه انجينران او د ابن سينا خپلواک روغتون دوه ډاکتران تېره ورځ کلات ته نژدې په رڼا ورځ وتښتول شول. د دوى گاډى وسله والو درولى او پر نامعلوم لورې يې بيولي.

د افغانستان په شمالي ولايت فارياب کې بيا د سړک د غاړې په چاودنه کې تېره شپه د قيصار ولسوالۍ درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. د فارياب امنيتي چارواکي همدا ډول وايي د سړک جوړونې د يوې چينايي کمپنۍ افغان موټر چلوونکى هم وسله والو له لويې لارې څخه تښتولى دى.

او دلته په کابل کې يوۀ خصوصي تلوېزيون د هغۀ برمته شوي بنگله دېشي سړي وېديويي پټه خپره کړې چې څه باندې يوه اونۍ مخکې په لوگر کې وتښتول شو.

په ويديو کې برمته نيوونکو د بنگله دېش له حکومت څخه يو ميليون ډالر غوښتي، او که نه گواښ يې کړى چې د نيول شوي سړي نور الاسلام اندامونه به پرې کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
د بدخشان په کمين کې ١٢ کسان وژل شوي
24 سپتمبر, 2007 | افغانستان
ناټو:٤٠طالب جنگيالي مو ووژل
21 سپتمبر, 2007 | افغانستان
درې يرغمل شوي ماينپاکان خوشې شول
13 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت