BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:40 گرينويچ 2007 ,13 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
درې يرغمل شوي ماينپاکان خوشې شول

د پكتيا امنيې قومندان جنرال عصمت الله عليزى وايي، چې په هغه ولايت كې يې د تښتول شويو ماين پاكانو وروستي درې تنه هم د غلو له منګولو راخلاص كړي دي.

د ATC په نوم د ماين پاكولو يوې مؤسسې ديارلس تنه كاركوونكي له دوو موټرو سره څو ورځې وړاندې هغه مهال د ناڅرګندو وسله والو له خوا، په نامالوم لوري وتښتول شول.

كله چې د پكتيا له سيدكرم ولسوالۍ څخه، د دغه ولايت مركز ګردېز ته پر لار وو.

ځايي حكومتي مسؤولينو د پېښې په پيل كې ګمان كاوه، چې دا كار به وسله والو طالبانو كړى وي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد يې خبره رد كړه او وروسته وويل شول چې هغوى په سيمه كې د غلو يوې ډلې تښتولي.

حكومت له ځايي قومي مشرانو په جدي توګه وغوښتل، چې تښتول شوي كسان به هرو مرو ځكه راپيدا كوي، چې سيمې ته د ورتګ پرمهال يې د هغوى د امنيت ساتنې ضمانت كړى ؤ.

قومي مشران هم په دې وتوانيدل چې تښتول شوي ديارلس تنه په دوو ډلو كې پيدا او حكومت ته وسپاري.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې تښتول شوي كسان څه ډول د حكومت لاسته ورغلل، خو قومي مشران او ځايي چارواكي په دې پېښه كې هر ډول پټه معامله ردوي.

بل خوا د خوست په ختيځ كې، د ببرك تاڼې سرحدي سيمې ته څېرمه د يو ځايي اوسيدونكي جسد په داسې حال كې موندل شوى، چې سر يې له تنې بېل شوى ؤ.

ويل كيږي، چې دده سر په لوى لاس غوڅ شوى دى، د دې كس پر ټټر داسې يو ليك هم اچول شوى ؤ، چې نوموړى يې بهرنيو ځواكونو ته د جاسوسۍ په تور تورناوه .

دغه وژل شوى سړى د خوست د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو سيمې اوسيدنكى ؤ.

د سيمه والو په وينا دى تېره ورځ په خالبېسات ښارګوټي كې په خپل دوكان كې ناست ؤ.

چې دوه وسله والو چې څيرې يې پوښلې وې له ځان سره يووړ او وروسته يې مړى، د خوست په ختيځ ببرك تاڼه نومي سرحدي سيمه كې يې سر پريکړى مړى يې وموندل شو .

كه څه هم چې تر نن ماسپښينه هم د خوست ځايي امنيتي چارواكو د دغې پېښې په اړه بې خبري ښوده، خو له سيمې نه په رارسيدلو اوازو كې ويل كيدل، چې ياد شوى كس د وسله والو طالبانو له خوا د جاسوسۍ په تور حلال شوى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
په بادغيس کې څلور پوليس وژل شوي
10 سپتمبر, 2007 | افغانستان
په پکتيا کې پوليس وژل شوي
12 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت