BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:01 گرينويچ 2007 ,12 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پکتيا کې پوليس وژل شوي

پکتيا
په دې وروستيو كې له پكتيا ولايت څخه نژدې هره ورځ د امنيتي پېښو راپورونه وركول كيږي
د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيا کې په دوو بريدونو کې درې افغان امنيتي کسان وژل شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې د پكتيا ولايت مركز ګردېز ته څېرمه، په غلګۍ نومي سيمه كې، د پوليسو يو موټر په بم الوځول شوى او له امله يې د ځايي چارواكو په خبره دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د بم چاودنې بله پېښه د پكتيا په ناارامه زرمت ولسوالۍ كې د 'ايس، بي، آى' په نوم هغه خصوصي امنيتي شركت په موټر پسې شوې، چې ايتلافي ځواكونو ته د وړونكو مالونو بدرګه او ساتنه كوي. په دې پېښه كې د نوموړي شركت يو امنيتي كس وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.

د پكتيا امنيې قوماندان جنرال عصمت الله عليزي دواړه پېښې تاييد كړې او وايي چې په تور يې تر دې دمه څوك نه دي نيولي.

د سيمې وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو مسؤوليت پرغاړه اخېستى، خو په دواړو هغو كې د مرګ ژوبلې شمېر د دولتي چارواكو تر تاييد لوړ ښيي.

په دې وروستيو كې له پكتيا ولايت څخه نژدې هره ورځ د امنيتي پېښو راپورونه وركول كيږي او دا په داسې حال كې ده، چې اوس هم د دغه ولايت د ځدراڼو په غرنيو سيمو كې د خيبر په نوم د افغان او ناټو ځواكونو ګډ چاڼيز عمليات روان دي.

بل خوا تېره شپه د خوست په ګربزو ولسوالۍ د سپكو او درنو وسلو بريد شوى او ځايي چارواكي وايي چې يوازې يو سرتېرى پكې ټپي شوى دى.

ورسره تړلي نور خبرونه
په پکتيکا کې يو ولسوال ووژل شو
08 اگست, 2007 | افغانستان
په پکتيا او کندهار کې بريدونه شوي
11 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت