BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:53 گرينويچ 2007 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په پکتيکا کې يو ولسوال ووژل شو

پکتيکا
په پکتيکا ولايت کې د تاوتريخوالي پېښې وخت په وخت کېږي چې وسله وال طالبان او افغان يا بهرني ځواکونه پکې ښکېل وي
د افغانستان په سويل ختيځ کې چارواکي وايي د پکتيکا ولايت د يوې ولسوالۍ ولسوال د وسله والو طالبانو له لورې په يوۀ کمين کې وژل شوى دى.

سيمه ييز چارواکي وايي د خوشامند ولسوال حبيب الله له خپل موټر چلوونکي سره تېر ماښام هغه مهال ووژل شو چې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغى.

د ولسوال د وژلو خبر لومړى طالبانو ورکړ. د طالبانو يوۀ وياند وويل دوى ولسوال له خپلو څو تنو ساتونکو سره په يوۀ کمين کې له پښو غورځولى او د هغۀ گاډى او وسلې يې له ځان سره وړي دي.

د سويل ختيځ زون د پوليسو وياند سمونوال گل محمد منگل بي بي سي سي ته وويل د خوشامند ولسوالۍ ولسوال هغه مهال ووژل شو چې له خپلې سيمې څخه ښرنې ته پر لاره په ډېله ولسوالۍ کې د طالبانو له ناڅاپي بريد سره مخامخ شو.

دۀ وويل له کمين وروسته د افغان ځواکونو چې د بهرنيو ځواکونو ملاتړ ورسره دى او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه نښتې ده او په سيمه کې پوځي عمليات پيل شوي دي.

ښاغلي منگل وويل د نښتې په ترڅ کې دوه تنه وسله وال طالبان هم ژوندي نيول شوي دي.

د پکتيکا د والي يوۀ وياند بيا د پېښې بل ډول تعبير ورکړ. دۀ وويل د تېر ماښام په کمين کې دوه پوليس وژل شوي، خو د ولسوال له وژل کېدلو يې ناخبري وښوده.

د افغانستان په سويل ختيځ کې په وروستيو مياشتو کې تاوتريخوالى زيات شوى، چې وخت په وخت پکې د طالبانو او بهرنيو يا افغان ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت