BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:33 گرينويچ 2007 ,09 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: افغان ځانمرگي بريدونه اوه برابره شوي

ځانمرگى بريد
م.م وايي د دغو ځانمرگو بريدونو په سلو کې اتيا قربانيان ولسي خلک دي
ملگرو ملتونه وايي په دوو و وروستيو کلونو کې او ه ځلې په افغانستان کې ځانمرگي بريدونه زيات شوي دي. د ځانمرگو بريدونو په اړه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو وروستۍ ارزونه وايي چې ٨٠ په سلو کې ولسي وگړي ددغو بريدونو قربانيان دي.

د ملگرو ملتونو ارزونې دا خبره هم کړې ده چې يو شمير دغه ځانمرگي بريدکونکي د پاکستان د قبايلي سيمو په ديني مدرسو کې جلب او روزل کيږي. ملگرو ملتونو ځانمرگو بريدونو ته د ځوانانو د هڅيدو د مخنيوى لپاره له افغان او نړيوالو ځواکونو هم غوښتنه کړې چې کوښښ وکړي چې عملياتو کې يې ولسي وگړو ته مرگ ژوبله پيښه نه شي.

په افغانستان کې د ځانمرگو بريدونو په اړه د ملگرو ملتو دغه راپور لومړى دا اروزلي چې ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې څنگه دود شول. راپور وايي پنځه کاله وړاندې دا افغانستان ته يوه پردۍ ښکارنده وه او د افغانانو تصور هم داو چې بهرنيان دغه بريدونه ترسره کوي. خو ملگري ملتونه وايي په ٢٠٠٥ زيږديز کال کې دغه بريدونه زيات او يو کال وروسته په دغو بريدونو کې اوه ځلې زياتوالى راغى.

د افغانستان لپاره د ملگر و ملتو ځانگړى استازى ټام کونيگز وايي سږ کال ددغو بريدونو شمير لا لوړ شوى چې په سلو کې ٨٠ قربانيان يې ولسي وگړي دي.

ښاغلي کونيگز وويل: ''په ٢٠٠٧ کال کې په ځانمرگو بريدونو کې د وژل شويو ١٨٣ افغانانو څخه ١٢١ يې ولسي وگړي دي. په دې ډول ولسي خلک د ځانمرگو بمونو او بريدونو اصلي قربانيان جوړوي.''

ولسي خلک اصلي قربانيان
 په ٢٠٠٧ کال کې په ځانمرگو بريدونو کې د وژل شويو ١٨٣ افغانانو څخه ١٢١ يې ولسي وگړي دي. په دې ډول ولسي خلک د ځانمرگو بمونو او بريدونو اصلي قربانيان جوړوي.
ټام کونيگز

د ملگرو ملتو راپور ځانمرگو بريدونو ته د ځوانانو د هڅيدو لامل، په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شتون، د افغان او نړيوالو ځواکونو په بريدونو کې ملکي وگړو ته د مرگې ژوبلي اوښتل، بيوزلي او ناپوهي بللى دى. خو د ملگرو ملتونو په وينا پر ديني انگېزو سر بيره يو شمير کسان او په دې ډله کې ځوانان او يو شمير ماشومان اړ کړاى شوي هم دي چې دغه بريدونه ترسره کړي.

د م.م استازي وويل: ''هرکله دا پوښتنه کيږي چې څوک په افغانستان کې ځانمرگي بريدوه ترسره کوي. داسې ښکاري چې ځانمرگي بريد کونکي ځوانان، ځيني مهال ماشومان او په ټوله کې سړي دي. دوى بيوزلي او نالوستي کسان دي چې په آسانۍ سره د روزونکو له لخوا اغيزمن کيږي او ډېرى شې پولې ته نژدې له پرتو مدرسو څخه جلبېږي.''

راپور وايي د پاکستان په گډون يو شمير دغه بريدکونکي ازبک، عرب او د نور هيوادونو وگړي دي. ملگري ملتونه باور ښيي چې د افغانستان د گاونډيانو او په دې ډله کې د پاکستان په همکارۍ دغه حالت بدليداى شي.

ښاغلى کونيگز وايي بايد هغه انگيزې ليرې شي چې ځوانان هڅوي چې ځانمرگي بريدونه ترسره کړي. نوموړى په همدې ترڅ کې وړانديز کوي چې اسلامي هيوادونه دې په افغانستان کې د ټيکاو او بيارغونې چارو ته وړاندي شي.

راپور دارنگه له افغان او نړيوالو ځواکونو غوښتنه کوي چې داسې لارې چارې خپلې کړي چې په عملياتو کې يې ملکي وگړو ته مرگ ژوبله ونه رسيږي.

دا او په ليرې پرتو سيمو کې د مرکزي واک کمزورتيا، ادارې فساد، بېوزلي، بې روزگاري او له بهره طالبانو سره مرستې هغه ځه دي چې د طالبانو له نسکوريدو ځخه شپږ کاله وروسته، د ځينو په وينا د حالاتو د ښه کيدو پرځاى،په افغانستان کې يې د ترهگرو بريدونو خطرونه لا ډير کړي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت