|
په بادغيس کې څلور پوليس وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څلور پوليس د وسله والو لخوا په يوۀ بريد کې په بادغيس ولايت کې وژل شوي دي. چارواکي وايي پوليسو تېر (يکشنبه) ماښام په غورماچ ولسوالۍ کې گزمه کوله چې تر بريد لاندې راغلل او څلور تنه يې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول. دغه پوليس د فارياب ولايت پورې تړلي وو. د دغۀ ولايت د پوليسو مشر خليل الله ضيايي وايي د وسله والو لخوا له کمين وروسته دواړه لورې سره ونښتل او دوه طالبان هم ووژل شول. د پېښې خبر هم لومړى طالبانو ورکړ او د گڼو پوليسو د وژلو ادعا يې وکړه. په غورماچ کې په وروستيو کې ورته پېښې نورې هم شوې دي. د افغانستان شمال او لوېديځې سيمې په پرتليزه توگه ارامې دي، او دا ډلو بريدونه لږ پکې پېښېږي. خو کله ناکله د وسله والو طالبانو لخوا د دغو سيمو امنيت هم له گواښ سره مخامخېږي. | ورسره تړلي نور خبرونه پوليسو په هلمند کې خپل يو مشر وواژۀ01 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||