BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:17 گرينويچ 2007 ,01 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پوليسو په هلمند کې خپل يو مشر وواژۀ

افغان پوليس
سيمه ييز چارواکي وايي دوه بريد کوونکي پوليس چې خپل مشر يې وژلى طالبان و، د پوليسو په جامه کې
دافغانستان له نارامه سويلي ولايت هلمند څخه د تاوتريخوالي د ورځنيو پېښو په ترڅ کې بيا دولسي وګړو، وسله والو طالبانو اوافغان سرتيرودمرګ ژوبلې خبرونه وركړل شوي دي.

دهلمندپه مركز لښكرګاه كې دوسله والو طالبانو په دوو جلابريدونو كې يو قومي مشراو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون دوه پوليس وژل شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې وسله والو طالبانو د يوۀ قومي مشر پر کور په لښکرگاه کې تېره شپه بريد کړى او هغه يې له خپل زوى سره يو ځاى وژلى.

چارواكي وايي د دغه بريد په پايله كې قومي مشر حاجي محمدابراهيم خان ځاى پر ځاى ووژل شو او د پوليسو په ځوابي بريد كې دواړه بريد کوونکي هم ووژل شول .

له لومړنۍ پيښې څو ساعتونه وروسته دلښكرګاه په شمال كې يو سيمه ييز قوماندان د خپلو دوو ملګرو لخوا له دوو نورو پوليسو سره ووژل شو.

امنيتي چارواكي وايي چې د عبدالله خان په نوم دغه قوماندان دمختار پنډغالي د١٢٠٠٠ كډوالو كورنيو دامنيت ساتلو دنده پرغاړه لرله.

دهلمنددامنيت امر فقير محمد عسكر بي بي سي ته وويل چې بريد کوونكو له دغه بريده وروسته دپوليسو او د خلکو د سپرلۍ يوګاډى هم له ځان سره تښتولي دي .

چاراواكي وايي چې داسي شواهد يي موندلي چې په دغو دواړو بريدونو كې وسله وال طالبان لاس لري. خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل پلو له غزني ولايت څخه هم دجګړو او نښتو خبرونه وركړل شوي چې دچارواكو په وينا ډيره مرګ ژوبله پکې وسله والو طالبانوته اوښتې ده.

دغه جګړې چې د غزني په ده يك اواندړو ولسواليو كې شوې چارواكي پكي دڅلورو طالبانو د وژل كيدو ادعا كوي .

ناتاييد شوي راپورونه وايي چې په دغودواړو نښتوكې دوه ولسي وګړي هم وژل شوي .

ده يك اواندړ دغزني دخورا ناارموولسواليو څخه بلل كيږي او کابو هره ورځ له هغه ځايه د جگړو او نښتو راپورونه ورکول کېږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
په پکتيا او کندهار کې بريدونه شوي
11 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت