|
١٨مياشتوکې به افغان پوليس غښتلي شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د پوليسو د روزنې او سمبالولو مشر ويلي دي چې په تيرو پنځه کلونو کې يوازې ٤٠فيصده افغان پوليس ښه روزل شوي دي . جنرال رابرټ دوربن مالي او تخنيکي ستونزې ددې اصلي لامل وښود ه . ده وويل اوس ډيرې مالي سرچينې ترلاسه شوي دي او هيله لري چې په راتلونکو ١٨ مياشتو کې به افغان پوليس بشپړې اسانتياوې ولرې . ښاغلى رابرټ يو امريکايي جنرال دى چې په افغانستان کې يې د ماموريت په وروستۍ اونۍ خپلې برياوې يادولې . که څه هم بيا بيا افغان اود ناټو چارواکو د ناسمبالو افغان پوليسو له ستونزو يادونه کړې ده خود جنرال رابرټ دوربن وينا په داسې حال کې ده چې پوليس د طالب جنگياليو دبريدونو اصلي هدف گرځيدلي دي . د روان کال د پيل راهيسې په لسگونو پوليس دطالبانو په وړاندې مخامخ جگړه کې ياهم دواټ د غاړې د بمونو او ځانمرگو بريدونو په لړ کې وژل شوي دي . افغان چارواکو بيا بيا ويلي دي چې دامنيت د ساتنې لپاره بايد پياوړي پوليس ولري او په تيرو مياشتو کې يې دځينې ولسواليو له لاسه ورکول هم د پوليسو کمزوري بللې وه . جنرال دوربن د پوليسو د روزنې لپاره د مالي سرچينو کمښت لويه ستونزه وبلله اوبل لامل يې د پوليسو په پرتله پوځ ته پاملرنه وښوده : سملاسي افغانستان پنځه اويا زره تنه روزلي پوليس لري چې د جنرال رابرټ په وينا څلويښت په سلو کې يې سم روزل شوي دي . دې امريکايي جنرال چې په افغانستان کې يې د پوليسو د روزنې او سمبالولو دنده په غاړه درلوده د خپل ماموريت په وروستۍ اونۍ کې له دې ډاډ سره دخبريالانو په وړاندې راڅرگند شو چې په راتلونکو اتلس مياشتو کې به افغان پوليس بشپړې اسانتياوې ولري . د افغان پوليسو سرتيري تل دا شکايت کوي چې مياشتنۍ تنخوا يې بسنه نه کوي او دوى بايد دپوليسۍ د پرمختللو وسايلو سربيره ښه تنخوا هم ولري . دپوليسو يو منصبدار چې د کابل په يوه څلور لاره کې دنده تر سره کوي دپوليسو ستونزې په دې ټکو کې وړاندې کړې : (( پوليس خپله دهيوادپالنې لپاره خدمت کوي .دغه تنخوا چې ورکوي بسنه نه کوي .د پوليسو تنخوا بايد ښه وي چې د کور له خوا انديښنه ونلري . د کور د اړتياو د پوره کولو لپاره يې بسنه وکړي .تجهيزات يې په بشپړ ډول پوره وي . خواړه ،پوښاک او ټول شيان ور-ورسيږي .)) ښاغلى دوربن هم دغه خبره کوي او د همدې لپاره له نړيوالې ټولنې غواړي چې د افغان پوليسو د روزنې لپاره مالي مرستې ډيرې کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه ملگرو ملتونود افغان پوليسو اصلاحات ستايلي13 جنوري, 2007 | خبرونه په افغانستان کې شپږ پوليس وژل شوي21 مۍ, 2007 | خبرونه 'امريکايي پوځ اوه تنه افغان پوليس وژلي'12 جون, 2007 | خبرونه په کندهار کې اوه پوليس وژل شوي02 جولاى, 2007 | خبرونه دکندهارځانمرگي بريد پوليس وژلي دي 05 جولاى, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||