BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:16 گرينويچ 2007 ,21 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو:٤٠طالب جنگيالي مو ووژل

ناټو
دګرمسير ولسوالۍ دجګړن دسيمې ځايي خلك ادعاكوي چې تيره شپه ډيرئ بمبارۍ ددوى پركورونو شويدي اوډېره مرګ ژوبله هم دوى ته اوښتې ده .
دامريكاپه مشرۍ ايتلافي ځواكونو دهلمندپه ګرمسيرولسوالۍ كې ديولړپوځي عملياتو په ترڅ كې دشاوخوا څلويښتو طالبانو دوژل كيدو ادعاكړيده .

دايتلافي ځواكونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي دي چې په دغوعملياتو كې دطالبانو دوسلو څو زيرمې هم ددوى لاس ته ورغلي دي .

افغان ځايي چارواكي په دې عملياتو کې خپل ځانونه ناخبره بولي .

دګرمسير ولسوالۍ دجګړن دسيمې ځايي خلك ادعاكوي چې تيره شپه ډيرئ بمبارۍ ددوى پركورونو شويدي اوډېره مرګ ژوبله هم دوى ته اوښتې ده .

خوددې ادعا په اړه دايتلافي ځواكونو په خبرپاڼه كې څه نه دي ويل شوي .

وسله وال طالبان هم ډېره مرګ ژوبله دولسي وګړو بولي اووايي چي دوى ته كوم زيان نه دي رسيدلى .

له بل پلوه دهلمنددګرشك ولسوالۍ دزمبلي سيمې ځايي خلك وايي چې دبرتانوي ځواكونو دتيرې ورځې په عملياتو كې شاوخوا ١٠ ځايي خلك وژل شوي دي .

دوى وايي چې دوژل شوو كسانو مړي اوس هم ترنړيدلو ديوالونو لاندې دي او نړيوال ځواكونه اجازه نه وركوي چې راوېباسي .

كه څه هم دناټو ځواكونو په خپلو پرونيو عملياتو كې ديونامالوم شمير ولسي وګړو دمرګ ژوبلې پخلى كړى او خواشيني يې پرې ښودلې ده .

دغه عمليات چې دسې شنبې په ورځ پيل شوي تردامهاله پكي ناټو ځواكونو دلسګونو طالبانو دوژل كيدو ادعاكړې ده .

خووسله والو طالبانو دناټو دغه ادعا په کلکه رد كړېده .

تيره ورځ دافغانستان په سوېل كې ناټو ددريو سرتيرو دوژل كيدو خبروركړل شوى وو چې دوه يې په يوه ترافيكي پيښه اويو بل يي دطالبانو په يوه بريد كې وژل شوى وو .

كه څه هم په ترافيكي پېښه كې مړه سرتيري برتانويان بلل شوي خوددريم سرتيري هويت يي نه دى په ډاګه شوى .

له دې سره د روان ميلادي کال له پيل راهيسې دافغانستان په لروبركې شاوخوا ١٩٠ تنه بهرني سرتېري وژل شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت