|
په کندهار کې کاناډايي سرتېرى وژل شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په کندهار ولايت کې په دوو جلا پېښو کې يو کاناډايي سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي چې سرتېرو ته يې مرگ ژوبله د افغانستان په سويل کې د گزمې پر مهال ور اوښتي او نور جزيات نه ورکوي. خو په ټورنټو کې د دفاع وزارت چارواکو ويلي چې يو سرتېرى په کندهار کې دوشنبه سهار د هاوان په بريد کې وژل شوى او بل ټپي شوى دى. درې نور سرتېري په پنجوايي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې ټپيان شوي دي. دوى په کندهار کې د ناټو ځواکونو روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي، او ټپونه يې عادي ښوول شوي. له هغه مهال راهيسې چې څو کاله مخکې کاناډا افغانستان ته ځواکونه رالېږلي، د دغۀ هېواد ٧٢ سرتېري او يو دپلومات دلته وژل شوي دي. له دغو څخه ٢٤ يې يوازې سږ کال له وسله والو طالبانو سره په جگړو کې وژل شوي دي. په وروستيو کې د افغانستان په سويل کې پر بهرنيو ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي. له وروستۍ پېښې سره په افغانستان کې سږ کال د وژل شويو نړيوالو سرتېرو شمېره ١٨٠ ته نژدې کېږي. تېر کال دغه شمېره ١٩٠ وه، چې په دواړو کلونو کې ډېرى قربانيان د ناټو په مشرۍ د ايساف له ځواکونو څخه دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان ناټو:٤٠طالب جنگيالي مو ووژل21 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||