|
شپږ کسان په تازه تاوتريخوالي کې وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کونړ کې په دوو جلا-جلا پېښو کې وسله والو طالبانو يو امريکايي سرتېرى او درې پوليس وژلي. يو پوليس نادرکه شوى او پنځه نور ټپيان دي. د دغۀ ولايت د پوليسو مشر جلال جلال وايي وسله والو طالبانو په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پوله ساتونکو پوليسو پر يوې پوستې سهار وختي بريد وکړ. د دۀ پر خبره، بريد د پوليسو پر هغې پوستې شوى چې خپله د پولې ساتنه کوي. په بريد کې درې پوليس وژل شوي، يو نادرکه دى او پنځه نور ټپيان شوي دي. د کونړ په يوه بله ولسوالۍ کورينگل کې بيا امريکايي پوځ وايي يو سرتېرى يې نن له طالبانو سره په جگړه کې وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي پنځه امريکايي سرتېري يې په جگړه کې وژلي. په اسد اباد کې د بي بي سي خبريال وايي د نن سهار له جگړې وروسته څلور چورلکې سيمې ته ولاړې او بېرته ژر راوگرځېدې، چې ظاهرا يې د جگړې له ډگره مرگ ژوبله راټولوله. کونړ د افغانستان په ختيځ کې يو له نارامو ولايتونو څخه دى چې کابو هره ورځ ورڅخه د نښتو او بريدونو راپور ورکول کېږي. د وردگو او غزني بريدونه
په چاودنه او ورپسې ډزو کې څلور پوليس ټپيان شوي، چې دوه يې، د ښاغلي احمدزي په وينا، په ترينگلي حالت کې دي. د کابل -کندهار سړک د وردگو په سيمه کې په وروستيو کې د پرلپسې بريدونو شاهد پاتې شوى. دوه ورځې مخکې همدلته له سيداباد ولسوالۍ څخه درې ټېلرې چې بهرنيو پوځيانو ته يې توکي وړل وسوځول شول او درې نور د طالبانو لخوا يووړل شول. پر پوليسو هم په ورته مهال کې بريد وشو. تېره اونۍ همدلته د سرۀ صليب څلور کار کوونکي وتښتول شول، چې دوه يې بهرنيان وو. خو څو ورځې وروسته بېرته خوشي شول. د وردگو په گاونډ کې په غزني کې وسله والو د سړک جوړونې د يوۀ خصوصي شرکت دوه ساتونکي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د اندړو ولسوالۍ په منگر سيمه کې دغه بريد نن سهار شوى، چې قربانيان يې له غزني څخه همدغې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د جوړونې وسله وال ساتونکي دي. اندړ د غزني تر ټولو نارامه ولسوالۍ ده. په کندهار کې يې يو سړى وژلى او يو ماشوم يې ټپي کړى هاخوا، په کندهار ښار کې د ناټو تر مشرۍ لاندې کاناډايي ځواکونو يو ولسي سړى وژلى او يو ماشوم يې ټپي کړى دى. عيني شاهدان وايي ناټو ځواکونو پر دوو تنو موټرسايکل سپرو هغه مهال ډزې وکړې چې د هغوى پوځي گاډو ته ورنژدې شول. ناټو ځواکونه وايي د دوى په وسايلو کې څه ورانى راغى چې لامله يې د دوى وسلو په خپلسرې توگه مردکي ووېشتې. دوى منلې چې يو سړى په ډزو کې وژل شوى او يو اتۀ کلن ماشوم ټپي شوى دى. سږ کال د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي خلکو پرلپسې وژنې حکومت او نړيوالې ټولنې ته هغه مهال پر خوږي واوښتې چې قهروړي لاريون کوونکو د هېواد په بېلابېلو برخو کې په مظاهرو لاس پورې کړ. سږ کال تر بل هر وخت د بهرنيو ځواکونو په علمياتو او جگړو کې زيات ملکي خلک وژل شوي. | ورسره تړلي نور خبرونه يوولس پوليس او ٢٠ طالبان وژل شوي01 اکتوبر, 2007 | افغانستان په تازه تاوتريخوالي کې ١٠ کسان وژل شوي30 سپتمبر, 2007 | افغانستان ايتلاف: ١٧٠ طالبان مو وژلي26 سپتمبر, 2007 | افغانستان ناټو:٤٠طالب جنگيالي مو ووژل21 سپتمبر, 2007 | افغانستان درې يرغمل شوي ماينپاکان خوشې شول13 سپتمبر, 2007 | افغانستان په غزني کې بمباريو طالبان 'او کليوال' وژلي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||