|
يوولس پوليس او ٢٠ طالبان وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په غزني ولايت کې چارواکي وايي يوولس پوليس د وسله والو طالبانو په بريد او ورپسې جگړه کې وژل شوي دي. بلخوا، په هلمند کې نړيوال ځوااکونه وايي ٢٠ وسله وال يې وژلي او په لوگر کې بيا د حکومت دوه کار کوونکي تښتول شوي دي. په غزني کې سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي د پوليسو پر هغۀ کاروان وسله والو طالبانو بريد کړى چې اجرستان ولسوالۍ ته د عملياتو لپاره لېږل شوى و. د غزني د امنيت مشر محمد زمان وايي وسله والو طالبانو يې د پوليسو پر هغې سل کسيزې ډلې تېره ورځ (يکشنبه) بريد وکړ چې سيمې ته د عملياتو لپاره پر لارې وو. وايي په بريد او په ورپسې جگړه کې يوولس پوليس وژل شوي دي. اجرستان د غزني يو له خورا ارامو ولسواليو څخه و او وروستى بريد پکې تر ټولو خونړى گڼل کېږي. هاخوا، په هلمند کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونه وايي چې تر ٢٠ زيات وسله وال طالبان يې وژلي دي، خو طالبان وايي بهرنيو ځواکونو تر ٣٠ زيات کليوال په بمباريو کې وژلي. په هلمند کې نښته او اعدام
خو، د طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې ايتلافي ځواکونو تېره شپه په هلمند کې تر ٣٠ زيات کليوال وژلي، چې دوه ښځې او يو ماشوم هم پکې دي. د دۀ په وينا، د يوۀ کلي درې کورونه په دغو بمباريو کې ويجاړ شوي دي. په هلمند کې همدا ډول، د چارواکو په خبره، يوتنكى هلك چې شاوخوا پنځلس كاله عمر لري تيره شپه وسله والو حكومت اوبهرنيو ځواكونوته دجاسوسۍ په تور په دار ځړولى. دسنګين ولسوال حاجي عزت الله بي بي سي ته وويل چې دغه زلموټى دسنګين ولسوالۍ اوسيدونكى و او تيره شپه طالبانو د برېښنا په يوې ستني پوري راځوړندكړى و . دۀ دا خبره رد کړه چې گواکې وژل شوي هلک دې له حکومت يا بهرنيو ځواکونو سره تړاو لارۀ. د طالبانو د رسمي وياندانو لخوا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي. كه څه هم دروان ميلادي كال له پيل څخه په هلمندولايت كې شاوخوا شل تنه دجاسوسۍ په توروژلي خودالومړى ځل دي چې دغومره تنكى ځوان په دغسي تور وژني . د لوگر يرغمل نيونه او د کونړ جگړه
په لوگر کې دوه اونۍ مخکې د بنگله دېش يو مرستندويه کار کوونکى هم له خپل دفتر څخه تښتول شوى و، چې لاهم نه دى خوشي شوى. امنيتي چارواکي وايي د بنگله دېشي نور الاسلام دوه اصلي يرغمل کوونکي يې نيولي او د هغۀ ازادولو ته هم اوس نژدې شوي دي. د افغانستان په ختيځ ولايت کونړ کې بيا د وسله والو طالبانو او امريکايي ځواکونو تر منځ تېر ه شپه جگړه شوې ده، خو د مرگ ژوبلو راپورونه نه دي ورکړل شوي. وسله وال طالبان وايي په پېچ دره ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو پر يوې اډې يې شاوخوا ١٠٠ توغندي ور ويشتلي، خو د مرگ ژوبلو په اړه يې کومه شمېره نه ده ورکړې. دپيچ درې دسيمي يو شميرځايي خلكو بي بي سي ته ويلي چې په دغه څوساعته جګړه كې دامريكايي ځواكونو لخوا درنه بمباري هم شوې ده. په وروستيو اوونيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانگړې توگه په سويل او ختيځ کې، د وسله والو طالبانو بريدونه او له دوى سره د افغان او نړيوالو ځواکونو جگړې زياتې شوې دي. دوه اونۍ مخکې وسله والو طالبانو د روژې له پيل سره جوخت د نصرت (بريا) په نامۀ د ټول هېواديزو عملياتو اعلان وکړ چې اغېز يې د بريدونو په ډېروالي سره جوت شوى دى. د دغو بريدونو تر ټولو زيات قربانيان پوليس ختلي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په تازه تاوتريخوالي کې ١٠ کسان وژل شوي30 سپتمبر, 2007 | افغانستان ايتلاف: ١٧٠ طالبان مو وژلي26 سپتمبر, 2007 | افغانستان ناټو:٤٠طالب جنگيالي مو ووژل21 سپتمبر, 2007 | افغانستان طالبانو په کندز کې دوه پوليس وژلي22 سپتمبر, 2007 | افغانستان په هلمند کې برتانوى سرتېرى او طالبان وژل شوي18 سپتمبر, 2007 | افغانستان په کونړ کې توغنديو دوه ماشومان ووژل15 سپتمبر, 2007 | افغانستان په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||