|
په هلمند کې برتانوى سرتېرى او طالبان وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په هلمند ولايت کې د چاودنې لامله يو برتانوى سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى. همدلته د ١٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدلو خبر هم ورکړ شوى دى. د ناټو ځواکونو له لورې په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې يو سرتېرى يې تېره ورځ (دوشنبه) د افغانستان په سويل کې په يوه چادونه کې وژل شوى او بل ژوبل شوى دى. خو خبرپاڼې د د پېښې سيمه نه ده ښوولې. په لندن کې د دفاع وزارت هم نه دي ويلي چې دوو سرتېرو ته يې مرگ ژوبله چېرته ور اوښتي ده. خو کابو ټول برتانوي سرتېري په تر ټولو نارامه هلمند ولايت کې مېشت دي. د وروستي سرتېري له مړينې سره، په افغانستان کې د وژل شويو برتانوي سرتېرو شمېره له ٢٠٠١ کال راهيسې ٧٩ ته رسېږي، او په ټوليزه توگه سږ کال د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ١٧١ ته لوړوي. هاخوا، په کابل کې د دفاع وزارت په گرمسېر او کجکي ولسواليو کې د افغان او ايتلافي ځواکونو لخوا په گډو عملياتو کې د شاوخوا ١٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې لومړۍ جګړه دګرمسير په ولسوالۍ كې هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو دافغان اوايتلافي ځواكونو پريوې ګډي ګزمې بريد وكړ چې په ځوابي بريد كې شپږ تنه طالبان ووژل شول . همدا راز، خبرپاڼه وايي په کجکي ولسوالۍ کې هم نهه وسله وال د يوې جگړې په ترڅ کې وژل شوي دي. جګړه وروسته له هغه رامنځته شوه چې افغان پوځيانو دطالبانو د يوه كمين خبر ترلاسه كړ . دوسله والو طالبانو په استازيتوب قاري يوسف احمدي يوازې په كجكي ولسوالۍ كې دجګړې پخلى كوي خوايي چې ددوي لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي. طالب وياند ادعاوكړه چې په كجكي او ګرشك ولسواليو كې يي دنړيوالو ځواكونو پنځه ګاډي دليري كنټروليدونكو ماينونو په واسطه ويجاړ كړي دي . بل پلو دكجكي ولسوالۍ يو شمير قومي مشران ادعاكوي چې وړمه شپه دوسله والو طالبانو افغان اونړيوالو ځواكونوترمنځ په يوې وسله والي نښتي كې ځايي وګړو ته زيان اوښتى دى. ددغه ادعاپخلى دكوموخپلواكو سرچنيو لخوا نه دى شوى. | ورسره تړلي نور خبرونه 'طالبان چينايي وسلې تر لاسه کوي'04 سپتمبر, 2007 | افغانستان برتانوى سفير: زموږ کوکنار ضد هلې ځلې بريالۍ نه وې27 اگست, 2007 | افغانستان برتانيا:زموږدرې سرتيري وژل شوي دي24 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||