BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:25 گرينويچ 2007 ,27 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برتانوى سفير: زموږ کوکنار ضد هلې ځلې بريالۍ نه وې

کوکنار
د ملگرو ملتو نوې شمېرنه ښيي چې په سلو کې نژدې پنځوس د ټول افغانستان تارياک سږ کال د هلمند په ولايت کې توليد شوي دي چې برتانوي سرتېري پکې مېشت دي
د افغانستان لپاره د برتانيې سفير دامنلې ده چې د نشه يي داروگانو په وړاندې مبارزه يې د هلمند په ولايت کې تراوسه بريالې نه وه . خو سفيرشرارد کوپر کولز له بي بي سي سره په مرکه کې داهم وويل چې له افغانستان سره به مرسته وکړي چې دغه مبارزه چټکه شي.

دغه څرگندونې داسې مهال کيږي چې د ملگرو ملتو يوه سروي وايي چې سلو کې نژدې پنځوس د ټول افغانستان تارياک سږ کال د هلمند په ولايت کې توليد شوي دي .

هلمند د افغانستان په سويل کې هغه نارامه ولايت دى چې شاوخوا ٦٠٠٠ برتانوي پوځيان پکې د طالبانو په وړاندې په جگړې بوخت دي .

د افغانستان په سويل د هلمند په نارامه ولايت کې د نشه يي داروگانو په وړاندې په روانې مبارزې کې د پاتې راتلو په اړه په کابل کې د برتانيې سفير شرارد کوپر کولز څرگندونې له دې سره هم مهاله کيږي چې ملگرو ملتو په افغانستان کې د نشه يي داروگانو په هکله د خپلې کلنۍ سروي نتيجې په ډاگه کړې دي
.

په دغه سروي کې ويل شوي چې سلو کې درې نوي د ټولې نړۍ ناقانونه تاريک سږ کال په افغانستان کې توليد شوي دي .

د ارنگه سروي وايي چې په سلو کې نژدې پنځوس دغه تارياک بيا د هيواد په سويل د هلمند په نارامه ولايت کې توليد شوي چې شاوخوا شپږ زره برتانوي پوځيان دغلته له وسله والو طالبانو سره په جگړې بوخت دي .

 دوى (برتانوي سرتېري) تراوسه پورې په دې برخه کې بريالي نه وو. خو پر دې پوهيږي چې بايد څه وکړل شي. دوى پر دې هم پوهيږي چې کوکنار هلته ډير کرل کيږي چيرې چې امنيت او حکومتي واکمني کمزورى وي . خو پر دې هم پوهيږو چې څينو نورو ځايونو کې بيا نتيجه مثبته ده.
په کابل کې د برتانيې سفير

د برتانيې سفير د هلمند په ولايت کې د نشه يي داروگانو د توليد زياتوالى، دغلته په امنيتي ستونزو اود قانون په کمزوري واکمنۍ پورې تړي چې وايي ددوى هلې څلي يې د خڼدونو سره مخامخ کړي دي .

سفير وويل: ''دوى (برتانوي سرتېري) تراوسه پورې په دې برخه کې بريالي نه وو. خو پر دې پوهيږي چې بايد څه وکړل شي. دوى پر دې هم پوهيږي چې کوکنار هلته ډير کرل کيږي چيرې چې امنيت او حکومتي واکمني کمزورى وي . خو پر دې هم پوهيږو چې څينو نورو ځايونو کې بيا نتيجه مثبته ده.''

ښاغلي کوپر کولز د وسله والو طالبانو له خوا د کوکنارو کر ته د بزگرانو هڅول ، د کوکنارو د کر د زياتوالي بل عامل وگاڼه ، خو ټينگاريې وکړ چې د ناتو ځواکونه دې ته د ېوې جدې ستونزې په توگه گوري او ډېر ژر به په دې برخه کې خپلې هڅې چټکې کړي .

ښاغلي کولز وويل: ''نړيوال او افغان ځواکونه دواړه سږکال په افغانستان کې د نشه يي داروگانو په وړاند ې مبارزې ته ډيره پاملرنه کوي.

زه فکر کوم هغه څه چې تاسو به يې په راتلونکو اونيو او مياشتو کې شاهدان وئ دا به وي چې د ناټو او افغان ځواکونه به د نشه يي داروگانو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. دغو هڅو کې به د قاچاق کوونکو پر ډلو گوزارونه وشي او د افغان امنيتي ځواکونو به ملاتړ وشي چې دکوکنارو کروندې له منځه يوسي.''

د افغانستان لپاره د برتانيې سفير يوځلې بيا د نشه يي داروگانو په وړاندې روانه مبارزه کې د افغان حکومت سره د برتانيې د مرستو پر دوام ټينگار وکړ . خو باور يې وښود چې ډير وخت ته به اړتيا وي چې دغه مبارزه بريالې شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
م.م: د ناټو د اعلان مخالف يو
24 اپريل, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت