BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:19 گرينويچ 2007 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'د بديل معيشت پروگرام بريالى نه و'

کوکنار
افغان چارواکي وايي نا امني، د قاچاق وړونکو پرانيستي لاسونه او د سيمه ييزو خلکو بېوزلي هغه لاملونه دي چې په دغه هيواد کې يې د کوکنارو د کر او د نشه يي توکو د توليد کچه لوړه کړې ده.

د نشه يي توکو د نړيوالې ورځې په پلمه په کابل کې جوړې شوې غونډه کې افغان چارواکو پر سيمه ييزو قومي مشرانو ټينگار وکړ چې د کوکنارو په له منځه وړلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.

غونډې ته د کورنيو چارو وزارت وويل چې تر دې مهاله د بديل معيشت تگلاره کاري او گټوره نه وه، نو په کار ده چې بدلون ومومي.

د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې مراسم د تيرو کلونو په پرتله ساړه و، چې ښايي د کوکنارو د کر د ډېريدو په اړه د ملگرو ملتونو راپور پرې خپل سيورى غوړولى و.

د ولسمشر حامد کرزي هغه پيغام چې په غونډه کې واورول شو، د پخوا په څېر يې د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې توندې او تيزې خبرې نه درلودې, بلکې پکې ويل شوي وچې هيواد يې په تېرو پنځو کلونو کې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه کړې ده چې دا مبارزه به په راتلونکي کې هم روانه وي.

خو په پيغام کې دا خبره هم راغلې وه چې افغان حکومت د دغې مبارزې لپاره پوره اسانتياوې او شونتياوې په لاس کې نه لري او پکار ده چې نړيواله ټولنه ورسره په دې برخه کې د تير په څير مرسته وکړي.

موږ مستقيما بزگرانو ته د بديل معيشت د ورکړې پلويان نه يو، بلکې څنگزن بديل معيشت د بزگرانو د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو لپاره اړين دى. د نشه يي توکو د زيانونو په اړه به تبليغ کول هم ډير گټور وي.
د کورنيو چارو وزير، ضرار مقبل

ښاغلي کرزي په خپل پيغام کې په نشه روږدو کسانو ته اشاره کړې او خلکو ته يې خبردارى ورکړى چې اوس خپله افغانان د نشه يي توکو له ستونزو سره لاس او گرېوان دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل هم په خپلو خبرو کې وويل چې د کوکنارو او نشه يي توکو د مخنيوي لپاره پراخو تبليغاتو ته اړتيا ليدل کيږي.

هغه وويل: ''موږ نيغ په نيغه بزگرانو ته د بديل معيشت د ورکړې پلويان نه يو، بلکې څنگزن بديل معيشت د بزگرانو د اقتصادي اړتياوو د پوره کولو لپاره اړين دى.

د نشه يي توکو د زيانونو په اړه به تبليغ کول ډير گټور وي. دا تبليغ بايد د جوماتونو، تکيه خانو،مدرسو، ښوونځيو، رسنيو، استادانو او مخورو مشرانو لخوا وشي.''

په افغانستان کې د برتانيا سفير شرارډ کوپر کولډ چې هيواد يې په افغانستان کې د نشه يي توکو په وړاندې د نړيوالې مبارزې مشري پر غاړه لري هم وويل چې نړيواله ټولنه بايد د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

خو ټينگار يې وکړ چې دا مرسته او همکاري بايد يوازې په سياسي او پوځي اډاڼو کې بنده پاتې نه شي. هغه پر دې باور و چې په دې برخه کې بايد د مذهبي او روحاني مشرانو ملگرتيا تر لاسه شي. د بريتانيا سفير په خپلو خبرو کې يو داسې حديث هم بيان کړ چې د نشه يي توکو په حراموالي يې ټينگار کاوۀ.

د کوکنارو کرونده په افغانستان کې
دا دريېم پرلپسې کال دى چې افغانستان د نشه يي توکو د توليد نړيوال ريکارډ ساتلى

د ملگرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې سږ کال يوازې په هلمند ولايت کې اويا زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. د کوکنارو دا کچه د برما هيواد له
کوکنارو څخه درې ځله ډيره ده. دا هيواد په نړۍ کې د نشه يي توکو دويم توليدونکى هيواد دى.

همدا راز د ملگرو ملتونو د راپور له مخې له کومو اپينو څخه چې هيروين جويږي ٩٠ په سلو کې يې د افغانستان دي.

بله غاړه افغان چارواکي وايي چې ددغه هيواد په شمالي ولايتونو کې يې مبارزه بريالۍ وه او د کوکنارو د کر کچه ښکته شوې ده خو په سويلي ولايتونو کې د نا امنۍ له کبله دا کچه مخ پورته تللې ده. او له بله پلوه خپله کوکنار د نا امنۍ لامل بلل کيږي.

دې دوه اړخيزې معما له پنځو کلونو راهيسې افغان دولت او نړيوالې ټولنې ته سر خوږى پيدا کړى. دا چې پايله به يې څه راوځي په وسمهال کې ورته هيڅوک غوڅ ځواب نه شي ويلاى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت