|
اروپا ته د افغانستان پر ډېر شوي اپين گواښنه شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نشه يي توکو او جنايت په اړه د م.م. څانگه وايي په افغانستان کې د اپينو بېساري ډېرېدو دا خطر رامنځ ته کړى چې په اروپا کې د هيرويينو د کارېدلې اندازې په ډېرېدو سره مړينې ډېرې شي. ددغه دفتر مشر انتونيا ماريا کوستا دا گواښنه د څه له پاسه ٦٠ اروپايي ښارونو ښاروالانو ته په يوه ليک کې اورولې ده. ښاغلي کوستا د گواښنې په اورولو سره دغه ښاروالان هڅولي چې په افغانستان کې د اپينو د زيات شوي توليد اغېز ته ځانونه چمتو کړي. په دوديز ډول اروپا د افغانستان د اپينو ستر بازار پاتې شوى او په افغانستان کې د کوکنارو کروندې سږکال په سلو کې ٥٩ ختلي دي. ښاغلي کوستا، دلندن، مسکو او استانبول په گډون د ٦٣ اروپايي ښارونو ښاروالانو ته په خپل ليک کې يادونه کړې چې تجربې ښودلې د هيرويينو د عرضې په ډېرېدو سره ددغه توکي بيه په ښارونو کې نه ده لوېدلې. ددې پرځاى پام د دغه نشه يي توکي لا ډېرې سوچه بڼې ته اوښتى چې په نتيجه کې يې د هغه په وينا بدن ته د نشه يي توکي د تېرې شوې اندازې د ډېرېدو له امله مړينې رامنځ ته شوې دي. ښاغلى کوستا وايي چې ددغو ښارونو ښاروالان او د نشه يي توکيو سيمه ييز مرکزونه يې هڅولي چې ځانونه چمتو وساتي او ددې خطر د مقابلې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||