|
م.م: د افغانستان کوکنار دوه % نور هم زيات شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگرو ملتو نو په افغانستان کې د نشه يي داروگانو پر زياتوالي انديښنه ښوولې. د افغانستان لپاره په دغه سازمان کې د نشه يي داروگانو او جرايمو په وړاندې دمبارزې اداره UNODC وويل د نړۍ په سلو کې ٩٢ تارياک سږکال په افغانستان کې توليد شوى دي، چې دا تېر کال ته په پرتله دوه په سلو کې زياتوالى ښيي. په پام کې ده چې په افغانستان کې د توليد شويو نشه يي دا روگانو د ارزونې وروستى راپور په راتلونکو دوو مياشتو کې خپور شي. خو په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو د کنترول اداره UNODC وايي چې لومړنۍ موندنې يې ښيي چې تر تېر کال د تارياکو توليد په افغانستان کې زيات شوى دى. د ادارې مشرې کريسټينا اوگز وويل په سلو کې شاوخوا ٩٢ سلنه د نړۍ ناقانونه تارياک سږکال په افغانستان کې توليد شوي دي. تېر کال دغه شميره ٩٠ وه چې ورسره په سلو کې ٦٠ په افغانستان کې تارياک زيات شوي و. ميرمن کرسټينا اندېښه ښيي او وايي د نشه يي داروگانو د توليد او قاچاقو زياتوالى، په افغانستان کې امنيت ته لا جدې گواښ پيښولى شي. هغې وويل: ''دا زموږ، بل هر چا او په تيره بيا د افغا ن حکومت لپاره يو ه جدي انديښنه ده.ځکه د نشه يي داروگانو کاروباريان او اورپکي له يو بل سره نژدې اړيکې لري او دا جوته ده چې دوى ديو بل ملاتړ کوي او امنيت گواښوي.''
د ملگرو ملتونو په وينا د نشه يي داروگانو توليد هم د افغانستان په څلور ولايتونو هلمند، کندهار، ارزگان او فراه کې زيات شوى چې تاوتريخوالي پکې زېات دي. خو هلمند بيا په سر سر کې ښودل شوى چې وايي په سلو کې ٤٢ د ټول هيواد په کچه تارياک يې توليد کړي دي. د افغانستان په دغه نارامه ولايت کې په ناټو پورې اړوند د برتانيې شاوخوا ٥٠٠٠ پوځيان هم ځاى په ځاى دي. دوى وايي د وسله والو طالبانو پرځپلو سربيره، له سيمه ييزو چارواکو سره د کوکنارو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي. خو د تارياکو زياتوالى، د ډيرو له نظره دا ښيي چې تر اوسه پور ې دغه هڅې هم دومره اغېزمنې نه وي او گواکې نړيوا له ټولنه افغانستان کې د نشه يي داروگانو په وړاندې مبارزه کې پاتې راغلې ده. ولسمشر حامد کرزي هم دا د خپل حکومت په وړاندې يوه جدې ننگونه بولي او په بيا بيا دا خبره کوي چې وايي يا به کوکنار ورکو ي او يا به کوکنار دوى ورک کړ ي. | ورسره تړلي نور خبرونه 'نړيواله ټولنه د کوکنارو په ضد ناهمغږې ده'26 مۍ, 2007 | خبرونه 'د ناټو د کوکنارو اعلان تاوان رسولى'09 مۍ, 2007 | خبرونه 'ناټو او پوځ په کوکنارو کار نه لري'23 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||