BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:49 گرينويچ 2007 ,26 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'نړيواله ټولنه د کوکنارو په ضد ناهمغږې ده'

د کوکنارو بزگر په افغانستان کې له بهرني سرتېري سره
افغان چارواکي وايي د کوکنارو په مبارزه کې د نړيوالې ټولنې نه همغږۍ د نشه يي توکو په ضد هلې ځلې بې اغېزې کړې
افغان حکومت په افغانستان کې پر ښکېلو هيوادونو نيوکه کړې چې وايي د نشه يي داروگانو په وړاندې مبارزه کې واحده تگلاره نه لري.

د کورنيو چارو مرستيال وزير جنرال داود داود همدا ددې يولامل بولي چې وايي د نشه يي داروگانو په وړاندې روانه مبارزه له ستونزو سره مخامخ ده .

دا څرگندونې له هغه يوه ورځ وروسته کيږي چې د نړۍ اتو پر مختللو صنعتي هيوادونو په افغانستان کې د نشه يي داروگانو په وړاندې له شويو کارونو ناخوښې وښوده .

د نشه يي داروگانو د کر او قاچاقو د مخنيوي پورې تړلي يو شميرافغان چارواکي له تېر سره په پرتله، په روان کال کې د کوکنارو د اړولو او د نشه يي دارو گانو د قاچاق کوونکو د نيولو په برخه کې د پرمختگ خبره کوي . دوى وايي توانېدلي چې شاوخوا ٢٥٠٠٠ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړي او د نشه يي داروگانو په قاچاقو کې ښکېل په لسگونو کسان ونيسي .

خو څنگه چې دکورنيو چارومرستيال وزير جنرال داود داود وايي د شتو امنيتي ستونزو له کبله د افغانستان په يو شمير سويلي او ختيځو ولايتونو کې د کوکنارو په کر کې زياتوالى راغلى دى .

هغه وايي: ''هلمند او د هيواد يو شمير ختيځ ولايتونه چې تراوسه ځانگړي شوي نه دي ، هغه سيمې دي چې په روان کال کال کې د کوکنارو کر پکې زيات شوى. خو مهم پکې هلمند ولايت دى چې ښايي کرل شوي کوکنار پکې د هغو هڅو انډول خراب کړي چې په هيواد کې دکوکنارو د له منځه وړ لو په برخه کې ترسره کيږي.''

د نشه يي داروگانو په وړاندې په روانه مبارزه کې د پرمختگونو او ستونزو په اړه افغان چارواکي له هغه وروسته څرگندونې کوي چې د نړۍ پرمختللو هيوادونو په دې هيواد کې د نشه يي داروگانو په وړاندې له روانې مبارزې څخه ناخوښي ښودلې ده .

کروندگر د کوکنارو په کرونده کې
تېر کال په افغانستان کې د نشه يي توکو په توليد کې په سلو کې ٦٠زېاتوالى راغلى و. سږ کال هم اټکل نه کيږي چې دغه کچه دې ټيټه شي.

ښاغلى داود د جي _ ٨ (G-8) هيوادونو ددغې انديښنې په تړاو د غبرگون په ترڅ کې نړيوالو ته گوتڅنډنه وکړه چې دده په وينا د نشه يي داروگانو په وړاندې مبارزه کې واحده تگلاره نه لري .

هغه وويل: ''په افغانستان کې ښکيل د نړۍ شاوخوا ٣٦ هيوادونه د نشه يي داروگانو په برخه کې گډه تگلاره نه لري او تگلارې يې سره بيلې دي چې ښايي د ستونزو يو له لاملونو څخه هم همدا وي. هيله لرو چې دوى په دې برخه کې خپلې تگلارې سره همغږي کړي.''

د نشه يي داروگانو په وړاندې دمبارزې دغه افغان چارواکى په دې برخه کې د شته ستونزو پړه پردې هم اچوي چې وايي نړيوالو په دې برخه کې کافي مرستې او پاملرنه نه ده کړي .

خو دنشه يي داروگانو په وړاندې د مبارزي په پاتې راتلو کې يو شمېر کارپوهان بيا د پړې گوته خپله افغان حکومت ته نيسي. دوى وايي حکومت نه دى توانېدلى چې ادارې فساد ورک او د نشه يي داروگانود غټو قاچاق کوونکو په وړاندې چې ويل کيږي يو شمير حکومتي چارواکي هم پکې ښکيل دي، اغيزمن گامونه اوچت کړي .

تېر کال په افغانستان کې د نشه يي داروگانو په توليد کې په سلو کې ٦٠زېاتوالى راغلى و او اټکل نه کيږي چې سږ کال دې دغه کچه ټيټه شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
م.م: د ناټو د اعلان مخالف يو
24 اپريل, 2007 | خبرونه
د خبر ىال وژنه
10 اپريل, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت