BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:20 گرينويچ 2006 ,15 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بزگرانو جرگې د کوکنارو قانوني کښت وغوښت

کوکنار
بزگرانو له دولت نه وغوښتل چې ددوى او دافغانستان ستونزې دې درک کړي
د افغانستان له بيلابېلو ولايتونو څخه په لسگونو راغليو بزگرانو په کابل کې امنيت د کوکناروله رسمي کېدو سره وتاړه .

داخبره په کابل کې د بزگرو ملي جرگې په يوې غونډې کې وکړه چې د سينليپس د شورا لخوا پلازمېنې ته رابلل شوي .

دغو بزگرو له دولت نه غوښتنه وکړه چې په زور دې د دوی په وينا د غريبو بزگرو کوکنار له مينځه نه وړي .بلکې دولت يې په دې موضوع خبرو ته را وباله .

ددغه کنفرانس په پاى کې يو پريکړه ليک هم خپور شو چې پکې د کوکنارو د قانوني کيدو او دقاچاق سره د مبارزې غوښتنه شوې وه.

دا لومړى ځل دى چې په دومره شمېر افغان بزگران له مختلفو ولايتونو نه کابل ته رابلل شوي . چې د کوکنارو د رسمي کېدو په موضوع سره خبرې وکړي.

دغه بزگران د يوې فرانسوى ټولنې لخوا راغوښتل شوي چې تل يې په افغانستان کې د کوکنارو د قانوني کيدو غوښتنه کړي .

خو توپير په دې کې دى چې دا ځل په پلازمېنه کې دا خبره په خپله بزگران کوي .

د بزگرو د جرگې په پاى کې په خپاره شوي پريکړه ليک کې بزگرانو له دولت نه وغوښتل چې ددوى او دافغانستان ستونزې دې درک کړي .او د کوکنارو کښت ته دې
قانونيت ورکړي .

دا هغه دريځ دى چې افغان دولت يې نه مني .

افغان بزگرانو د مخدره توکو له غير قانونې توليد او قاچاق سره مبارزه خپله دنده بلله.

د کندهار نه راغلي يوه بزگر محمد اکبر خاکرېزوال خودا هم وويل چې که کوکنار قانوني شي نو باوري دى چې امنيت به په افغانستان کې ښه شي .

( دولت بايد د بزگرو غم وخوري چې وږي ، ناروغ ، مړه او د پردېو په لاس کې ونه لوېږي . نن گاونډېان ، القاعده او تروريستان زمونږ د بزگرو له بې وزلى نه گټه پورته کوي . او د پيسو په وړاندې هغوي ته ماينونه ورکوي او خلک پرې وژنې او هغه غريب له مجبوريته داکارکوي . نو اېا خپل بزگر دترهگرو ملگري کړو)

د کندهار دغه بزگر زياته کړه دولت دې د توپونو او ټانکونو په زور ددوى دکوکنارو کښتونه له مينځه نه وړي بلکي دا کار دې د خبرو له لارې تر سره کړي .

خو د مخدره توکو سره د مبارزې د وزارت وياند زلمي افضلي بيا په افغانستان کې کوکنار او مخدره توکې د ترهگرى او نا امنى اصلي لاملونه بولي

( خپله کوکنار او قاچاق يې د تروريزم لپاره يو ډول خواړه دي . او ترکله چې د کوکنارو کښت موجود وي نو امنيت نه راځي . نو بايد بند شي )

د بزگرو ملې جرگې ته راغلو بزگرانو د کوکنارو د قانوني کېدو ترڅنگ د دولت څخه خپل ملاتړهم اعلان کړو .

خو د وى و ويل چې د دې بوټې د قانوني کېدو مبارزې ته به دوام ورکوي ،او دا غوښتنه به افغان پارلمان ته هم وړاندې کوي .

دسينليس شورا چې په افغانستان کې د کوکنارو د قانوني کېدو هڅې کوي وايې چې دا وخت په ټولې نړۍ کې د درملو د جوړولو لپاره اپينو ته سخته اړتيا موجوده ده .

خو د دوى په وينا که په افغانستان کې د ترياکو توليد قانوني شي، نو له يوې خوا به له افغان بزگرو سره اقتصادي مرسته وشي ،او له بل لوري به د درملو لپاره نړيواله اړتيا تر ډېره راکمه شي .

خو افغان دولت ژمنه کړي چې کوکنار او دتارياکو قاچاق به ورکوي .
.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت