BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:45 گرينويچ 2007 ,23 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'ناټو او پوځ په کوکنارو کار نه لري'

په افغانستان کې د کوکنارو کروندگر
دا علان وايي '' تاسې د باباجي سيمې له اوسيدونکو نه وپوښتئ چې ايا افغان او ايساف ځواکونو د خلکو تارياک له منځه وړي، هغوى به ځواب درکړي چې نه.''
په هلمند کې د يوې سيمه ييزې راډيو څخه خپور شوي يو اعلان کې ناټو ځواکونو او افغان پوځ ددغه ولايت خلکو ته ډاډ ورکړى چې کوکنار يې له منځه نه وړي.

د غو ځواکونو د کوکنارکر دعايداتو يو ه لار بللې چې وايې نه غواړي پر خلکو دغه لار بنده کړي. ددغه اعلان په باب د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر او د نشه يي توکو ضد وزارت بېخبري ښودلې ده .

دغه اعلان د برتانيا د پوځ د قوماندان جنرال ډيويډ ريچارد د هغو څرگندونو مخالفت کوي چې ويلي و د امنيت سربيره به يې ځواکونه په هلمند کې د کوکنارو د له منځه وړلو له چارې سره هم مرسته کوي .
برتانوي او افغان چارواکي ددغه اعلان په اړه ضد او نقيض څرگندونې کوي .

د 'سمون' په نامه د هلمند په ولايت کې خصوصي راډيو د ناټو او افغان پوځ دغه لانجمن اعلان په هغو ورځو کې خپور کړ چې دکورنيو چارو وزارت ځانگړو پوليسو په دغه ولايت کې دکوکنارو کروندې اړولې . د ناټو او افغان پوځ دغه اعلان چې د راډيو د وياند له خوا لوستل کيږي، هلمنديانو ته ډاډ ورکوي چې دوى يوازې په سيمه کې د امنيت دنده لري او د خلکو کوکنار نه اړوي .

دا اعلان وايي: ''د هلمند ولايت شريفو اوسيدونکو !
د افغانستان ملي پوځ او ايساف پوځي ځواکونه دي چې د افغانستان دحکومت لپاره کار کوي . دغه ځواکونه ستاسو تارياک له منځه نه وړي ځکه افغان او ناټو ځواکونه پر دې پوهيږي چې د افغانستان ډيرى وگړي د گټې بله لار نه لري او له همدې کبله تارياک کري . د افغانستان پوځ او ايساف نه غواړي چې پر خلکو د يو ې مړۍ ډوډۍ د موندلو لار بنده کړي.''

په ناټو پورې اړوند په هلمند کې ميشتو برتانوي ځواکونو او افغان پوځ په دغه اعلان کې د يوې ځانگړې بيلگې په ر اوړلو سره هڅه کړې خلکو ته وښيي چې دوى په هلمند کې د کوکنارو د له منځه وړلو له چارې سره کوم تړاو نه لري .

هلمند کې د کوکنارو کروندگر
 افغان ملي پوځ او ايساف ځواکونه ستاسو تارياک له منځه نه وړي ځکه پردې پوهيږي چې د افغانستان ډيرى وگړي د گټې بله لار نه لري او له همدې کبله تارياک کري. افغان پوځ او ايساف نه غواړي چې پرخلکو د يوې مړۍ ډوډۍ د موندلولار بنده کړي
د هلمند خلکو ته له سمون راډيو څخه خپور شوى اعلان

دا علان مخکې وايي '' تاسو د باباجي سيمې له اوسيدونکو څخه پوښتنه وکړي چې ايا افغان او ايساف ځواکونو د خلکو تارياک له منځه وړي دي . هغوى به ځواب درکړي چې نه.''

د سمون د سيمه ييزې راډيو يو وياند وايي په دغه اعلان کې ددوى نظر نه دى شامل .
هغه وايي: ''دا اعلان د پيسو په بدل کې خپور کړاى شو . سمون راډيو په دې کې کوم نظر نه لري ."

د کوکنارو د نه اړولو په اړه د ناټو او افغان پوځ دغه اعلان له خلکو سره گڼې پوښتنې راپورته کړي دي. دوى پوښتي چې ايا دا د ناټو او افغان پوځ ددريځ بدلون دى چې دکوکنارو دکر، توليد او قاچاقو په وړاندې يې غوره کړى او که څنگه ؟ ځکه دوى وايي دا په افغانستان کې د نشه يي داروگانو د له منځه وړلو په تړاو د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې له اوسنۍ تگلارې سره مخالف دى.

تېرکال چې برتانوي ځواکونه د هلمند په ولايت کې ځاى په ځاى کيدل ، ددغو قواوو يوۀ مشر جنرال ډيويډ ريچارد هم له بي بي سي په مرکه ويلي و چې ځواکونه به يې له امنيت سربيره، په هلمند کې د کوکنارو د له منځه وړولو له چارې سره هم مرسته کوي .

دغه پوښتنه مې په هلمند کې د مېشتو برتانوي ځواکونو د يوه چارواکي په وړاندې کيښوده چې ايا دغه اعلان په دې برخه کې د هغوى له دريځ سره سمون لري ؟ ډگروال چارليس مايو وويل د برتانوي ځواکونو د نده دا نه ده چې مخامخ د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په چارې کې ښکيل شي.

زموږ دنده نه ده
 دا روښانه ده چې برتانيا دکوکنارو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره د مرستو مخکښه ده، خودلته د مېشتو برتانوي پوځيانو دنده دانه ده چې د کوکناروکروندي واړوي.
ډگروال چارليس مايو، په هلمند کې د برتانوي پوځيانو يو چارواکى

هغه وويل: ''دا روښانه ده چې برتانيا دکوکنارو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره د مرستو مخکښه ده . خودلته د مېشتو برتانوي پوځيانو دنده دانه ده چې د کوکناروکروندي واړوي. د دوى اصلي دنده داده چې دغلته امنيت خوندې کړې او په دې برخه کې له افغان پوځ او سيمه ييزو امنيتي پوځونو سره مرسته وکړي.''

ښاغلي مايو ددوى له خوا د خپور شوي دغه اعلان د موخو په اړه نورو پوښتنو ته له ځواب ورکولو په څنگ ولاړ .

خو د افغان حکومت د نشه يي داروگانو په وړاندې د مبارزي مرستيال وزير سميع الله بيا چورلټ ددغه اعلان له خپريدو بيخبري وښودله .
هغه بي بي سي ته وويل: ''په دې اړه زموږ له وزارت سره مشور ه نه ده شوې او زه پرې خبر نه يم.''

دافغانستان ددفاع وزارت چې د اعلان يو اړخ دى هم په دې اړه ورته خبره وکړه . خو د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل دفاع وزارت خپله دنده بولي چې دکوکنارو په له منځه وړلو کې يوازې د پوليسو ملاتړ وکړي .

هغه وايي: ''موږ د کوکنارو په تړاو ځانگړى نظر نه لرو ځکه چې دغه مساله له موږ سره کوم تړاو نه لري . خو په هيواد کې د بې امنيتيو د ارزولو په ترڅ کې داسې فکر کوو چې د کوکنارو کر او دنشه يي داروگانو توليد او قاچاق ورسره تړاو لري . موږ تيار يو چې په دې برخه کې همکاري وکړو او څنگه چې پوهيږي زموږ دنده يوازې له پوليسو څخه ملاتړ دى.''

ښاغلي عظيمي که څه هم د سمون له خصوصي راډيو څخه د ناټو او افغان ځواکونو لخوا د خپور شوي اعلان سپيناوى ونه کړ. خو يو شمېر شنونکي وايي دغه اعلان ددې څرگندويي کوي چې افغانستان کې د کوکنارو او نشه يي داروگانو په وړاندې مبارزه کې افغان حکومت او نړيواله ټولنه ښايي ځانگړې تگلاره و نه لري . دا هغه څه دي چې د دوى په باور په دې برخه کې يې هلې ځلې له ستونزو سره مخامخې کړي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت