BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:19 گرينويچ 2006 ,15 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کوکنارو د کرکيلې لپاره مياشتنى کمپاين
کوکنارو د کرکيلې لپاره مياشتنى کمپاين
حکومتي چارواکي وايي کمپاين به د خلکو د پوهونې له لارې پر مخ ځي
افغان حکومت د کوکنارو د کرکيلې د مخنيوي لپاره مياشتنى کمپاين پيل کړي . دغه کمپاين دافغانستان په ١١ ولايتونو کې روان دى . دکورنيو چارو وزارت وايي ١١ وزيران گمارل شوي چې په يوه يوه ولايت کې دسيمه ايزو چارواکو سره دکوکناو د کر دمخنيوي کمپاين پر مخ بوزې .

حکومتي چارواکي وايي کمپاين د خلکو د پوهونې او تبليغاتو لارې پر مخ بيول کيږي. د ملگرو ملتونو د رپوټ پر اساس په روان کال په افغانستان کې د مخدره توکو په توليد کې په سلو کې څه باندې ٥٠ ډېر والى راغلى .

له څو ورځو راهيسې دافغانستان په ١١ ولايتونو کې چې تر ډېره سويلي ولايتونه دي د کوکنارو د کرکيلې د مخنيوي په وړاندې کمپاين پيل شوي .

افغان حکومت د خلکو د پوهونې پر مټ دغه مبارزه پر مخ بيايي او دهمدغې دندې د پرمخ بيولو لپاره يې د ديني عالمانو ، قومي مشرانو، دولايتي شورا د غړواو سيمه ايزو دولتي چارواکو په گډون تبليغاتي ډلې جوړې کړي دي. د حکومت تکل دادى چې له همدې لارې دکوکنارو دمني کښت مخه ونيسي .

دکورنيو چارو دوزارت مرستيال جنرال محمد داود وويل د مبارزې پر دغه پلان کې ١١ وزيرانو ته هم دنده سپارل شوې چې له يوه يوه والي سره ددې کمپاين چارې په گډه پرمخ بوزي .

دکورنيو چارو دوزارت مرستيال
News image
 په دې کمپاين کې نوى خبره داده که د ولسوالۍ هر چارواکي په دې برخه کې مرسته ونکړه له دندې به گوښه کيږي
جنرال محمد داود

"دغه وزيران به دواليانو سره دکوکنارو د کرکيلې د مخنيوي په برخه کې په گډه کارکوي چې داکمپاين ښه اغيزمن شي . د هلمند مسوليت چې امنيتي ستونزې پکې زياتي دې دکورنيو چارو او دمخدره توکو سره دمبارزې وزيرانو په غاړه اخيستي .

په دې کمپاين کې بله نوې خبره داده چې که د ولسوالۍ هر چارواکي په دې برخه کې مرسته ونکړه له دندې به گوښه شي ځکه يا دى ضعيف دى او يا دقاچاق وړونکو سره لاس لري چې د بيلگې په توگه د بدخشان د يوې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قومندان يې له دندې لېرې شول ."

د ملگرو ملتونو د وروستي رپوټ له مخې په هلمند کې تېرکال ترټولو زيات کوکنار کرل شوي وو جنرال داود په ډاگه کړه چې د پلان له مخې به سيمه ايز چارواکي اړ وي دکوکنارو په مخنيوي کې ډېره هڅه وکړي. دا هغه خبره ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې افغان چارواکي کوي .

تېرکال دورته کمپاينونو او دبديل معيشت د پروگرامونوسره سره په افغانستان کې د کوکنارو دکرکيلې مخه ونه نيول شوه . دملگرو ملتونو وروستي رپوټ وښوله چې په افغانستان کې د تارياکو په تولېد کې د تېرو کلونو په پرتله نژدې ٦٠ په سلو کې زياتوالى راغلى .

مرستيال وزير داود ددغه ډېرښت ېو مهم لامل دامنيت خرابوالى او د دولتي ادارو کمزورتيا وبلله خو ډاډ يې وښود چې د روان کمپاين په مټ به د اپينو دتولېد کچه راکمه او دولتي ادارې پياوړې شي. ده د بديل معيشت د پروژو دترسره کولو يادونه هم وکړه چې په وار وار د خلکو له کلکو نيوکو سره مخامخ وه .

ورسره تړلي نور خبرونه
شمال کې کوکنار زيات کرل شوي
23 اپريل, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت