BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:40 گرينويچ 2006 ,06 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان دولت: د بزگرانو غوښتنو ته به پام وشي

کريم رحيمي
کريم رحيمي : (( په نوې تگلاره کې به د بزگرو غوښتنو او گټوته ډير پام وشي او د قاچاق وړونکو پر ضد به پکې کلک گامونو واخيستل شي .))
دو لسمشر وياند کريم رحيمي په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې حامد کرزي د مخدره توکو سره د مبارزې تگلارې ته د بيا کتنې امر کړى .

دليل يې دا وښود چې اوسنۍ تگلارې د ولت ته د قناعت وړ بريا نه درلوده . د بزگرو پر ځاى يې قاچاق وړونکوته گټه رسېدلې ، ده ووېل په نوي تگلاره کې به د قاچاق وړونکو پر ضد کلک گامونو واخيستل شي او د بزگو لپاره به د بديل معيشت اغيز منې پروژې پيل شي .

خو له ٤ کلونو وروسته دا لومړى ځل دى چې افغان دولت په يوه ډول ومنله چې د مخدره توکو سره د مبارزې په ډگر کې غوره شوې پاليسي نېمگړې وه

افغان دولت د مخدره توکو سره د مبارزي په روانې تگلارې نوي کتنه کوي . له تېرو ٤ کلونو راهيسې دولت د مخدره توکو په له مېنځه وړلو بوخت دى او له يوه کال زياته موده وشوه چې په جوړې شوې تگلارې دمخد ره توکو سره مبارزه کيږي خو له دومره وخت وروسته دا تگلاره نيمگړې او دافغان بزگرانو په زېان وبلل شوه.

دولسمشر حامد کرزي وياند کريم رحيمي وويل په تگلارې له همدې نن نه بيا کتنه پېل شوي او په راتلونکي کال کې به دولت د مخد رو توکو دمبارزې په نوې جوړېدونکې تگلارې عمل کوي. وېاند رحيمي د تگلارې د بدلون جزئېات په ډاگه نه کړل خو يواځې دايې وويل چې:

(( په نوې تگلاره کې به د بزگرو غوښتنو او گټوته ډير پام وشي او د قاچاق وړونکو پر ضد به پکې کلک گامونو واخيستل شي .))

ښاغلي رحيمي د سينليس شورا هغه غوښتنه رد کړه چې په افغانستان کې د کوکنارو دکښت قانوني کېدل غواړي.

افغان دولت د برتانيي په مالي مرسته له تېرو څو کلونو راهيسې په دې هڅو بوخت دى چې په زور د کوکنارو کرکيلې له مينځه يوسي او قاچاق وړونکي ونيسي .

افغان بزگرانوپه وار وار ويلي چي دوى له مجبوريته کوکنار کري او دولت يې په زور اړوي چې غټ زېان يې ددوى په وينا بزگروته رسيږي .

يوه عامه خبره داده چې د مخدره توکو خلاف ددولت اوسنۍ تگلاره او د کوکنارو په زور اړولو گواکې د سېمه اېزو بزگرو او دولت ترمينځ واټن رامينځ ته کړى . او په خپله افغان دولت هم دا وايي چې مخالفين يې د خپلو موخو لپاره بزگران هڅوي چې کوکنار وکري .

خو دغې تگلارې ته بيا کتنه داسې ښيي چې افغان دولت اوس غواړي د بزگرو پر ځاى قاچاق وړونکوته ډېر پام واړوي او له دې لارې دا واټن راکم اود سيمې له امنيت سره هم مرسته وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت