BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:08 گرينويچ 2006 ,18 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان حکو مت وايي دوي به د کوکنارو د کرمخه نيسي
کوکنار
کوکنار
لدې سره چې افغان دولت دکوکنارو د کر وندو د اړولو خپلې هڅې گړندې کړيدي خو راپورونه واېي چې د تير کال په پرتله ، د افغانستان په اوو ولايتونو هلمند ، غور ، ارزگان ، زابل ،ننگرهار ، لغمان او بدخشان کې دکوکنارو کر زيات شويدى.

د نشه يي داروگانو په وړاندې د مبارزې په برخه کې دکورنيو چارو مرستيال وزير ، جنرال محمد داود د هلمند په ولايت کې د سيمه ييزو چارواکو او بزگرانو يوې غونډې ته د وينا په مهال وويل دولت کلک هوډ لرى چې په درست هيواد کې د کوکنارو کروندې واړوي .

ځکه چې دده په وينا ، نشه يي توکي تره گر او جنايي ډلې پياوړې کوي ، د فساد لمن پراخوي او په هيواد کې د ټولنيز او اقتصادي بيارغونې مخه نيسي .

د هلمند په گډون ، د افغانستان په هغو ولايتونو کې چې د کوکنارو کروندې په کې شنې شويدي ، له ١٢ ورځو راهېسې ، د کوکنارو د کروندو د اړولو لړې پيل شويده .

د هلمند والي انجينير داود وايي د دغه ولايت د ديشو ، خان نشين او نورو ولسواليو کې دکوکنارو پراخې کروندې ېې اړولې دي .

ښاغلي داود زياته کړه چې د کوکنارو د کروندو اړول او د نشه يي داروگانو په وړاندې مبارزه ، د قانون د پلي کولو مهمه برخه ده چې دده په وينا دوى به په دې برخه کې تر خپل وس اغيزمنې هلي ځلي وکړي .

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي څو ورځې وړاندې ، په کابل کې د افغان بزگرانو يوې پراخې غونډې ته د وينا په مهال ، نشه يي توکي د افغانستان لپاره يو داغ وباله او له بزگرانو يې وغوښتل چې دکوکنارو له کرلو څخه په لاس اخيستو سره د افغانستان له لمنې دغه داغ ليرى کړي .

افغان ولسمشر بزگرانو ته لارښونه وکړه چې د کوکنارو پر ځاى نورو غلو دانو او د ميوو رزولو ته چې نړيوال ېې ډير خوښوي ، مخه وکړي .

خو بزگران شکايت کوي چې تر دې مهاله ، دولت او نړيوالې ټولنې له دوى سره داسې کومه مرسته نده کړي چې دکوکنارو پر ځاى دوي ته د ژوند نورې لارې چارې پرې برابرې شوې واى .

په همدې حال کې دکرنې وزېر عبيدالله رامين بزگرانو سره ژمنه کړيده چئ بزگرانو ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره به په راتلونکو پنځو کلونو کې څه باندي ٦٠٠ ميليونه ډالر د اوبو د بندونو پر جوړلولو ولگول شي.

داچې دکوکنارو د اړولو لپاره ، ددولت پيل شوې لړې به کومه نتيجه ورکړې ، يو شمير خلک پرې شک ښيي ځکه ددوى په وينا هرکال په دغه وخت کې دولت د کوکنارو د اړولو ډير ې خبرې کوي او هوډونه څر گندوي ، خو دکال په پاى کې د نشه يي توکو د توليد شوې کچې له پلوه ، افغانستان بياهم په سر کې پاتې وي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت