|
د معتادينو لپاره ٦ افغان روغتيايي مرکزونه جوړيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت غواړي چې په نشه يې توکو د روږدو کسانو لپاره شپږ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي. د دغو مرکزونو له لارې به د هغو په سلگونو کسانو درملنه وشي چې په نيشو روږدي دي. د غه روغتيايي مرکزونه د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت ، يو ان او ډي سي يا مخدره توکو سره د مبارزې د نړيوال سازمان اوعامې روغتيا وزارت له لورې جوړيږي. په همدې موخه دسه شنبې په ورځ ( د کب ٢ د فبرورى ٢١ ) د عامې روغتيا په وزارت کې درې اړخيز پروتوکول لاسليک شو دغه شپږ روغتيايي مرکزونه د بلخ، کندهار،هرات، بدخشان،ننگرهار او کابل په ولايتونو کې په پام کې نيول شوي دي. دعامې روغتيا وزير محمد امين فاطمي په يوې خبرې غونډې کې وويل په افغانستان کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو شميره د ډ يريدو په حال کې ده. چې زياتره يې ځوانان دي ښاغلي فاطمې زياته کړه هغه کډوال چې له گاوڼديو هيوادنو څخه افغانستان ته راغلي ډير يې په نشه يي توکو روږدي دي. ده په ډاگه کړه چې د دغو روغتيايي مرکزونو په مرسته به د هغو سلگونو کسانو درملنه وشي چې په نشو اخته دي. دعامې روغتيا وزارت له لورې به په دغو شپږو مرکزونو کې ٣٠ تنه هغه ډاکټران په دندو وگمارل شي چې د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي. نوموړي ډاکټران به د روږدو کسانو د درمنلې تر څنگ د مرکزونو له لورې خلکو ته د نيشو د ضررونو په اړه تبليغات هم وکړي. د افغانستان دعامې روغتيا وزارت اود نشه يې توکو او جرمونو سره د ملگرو ملتونو ادارې د وروستيو څيړنيو له مخې اوس مهال په افغانستان نژدې يو ميليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه حامد کرزى: که کوکنار ختم نکړو، کوکنار به مو ختم کړي24 جنوري, 2006 | خبرونه پۀ مخدراتو د روږدو افغانانو شمېره په ډيريدو ده03 دسمبر, 2005 | خبرونه فاطمى : د درملو اته فابريکې جوړې شوي دي29 نومبر, 2005 | خبرونه په افغانستان کې يو ميليون کسان معتاده دي24 نومبر, 2005 | خبرونه بلخ کې د نشيي توکو پر ضد عمليات07 اگست, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||