|
فاطمى : د درملو اته فابريکې جوړې شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې هغه سوداګر د درمل جوړولو په بر خه كې پانګه اچونه كوي چې تر اوسه پورې يې ارزان بيه دارو دې هيواد ته له بهر څخه راليږدول . د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د خصوصي سكتورونو له خوا په دغه هيواد كې اته فابريكې جوړې شوي دي چې دا به هم ارزانه بيه دارو توليد كړي . ډاكټر سيد امين فاطمي هيله ښيي چې دغه فابريكې به داسې باكيفيته دارو توليد كړي چې ارزانه بيه ولري . ددې هيواد په بازارونو كې د درملتونونوشمېر مخ په زياتېدو دى او ويل كيږي چې په قانوني او ناقانونه ډول درمل پلوري . د عامې روغتيا وزيرښاغلى فاطمي وايي چې له دې وروسته به چا ته اجازه ورنه كړي چې د هيوادوالو له روغتيا سره لوبې وكړي . دا خصوصي سكټورونه دي چې افغانستان ته دارو درمل راليږدوي . په مزار شريف كې د درملو يو كارپوه او د روحي ناروغيو متخصص ډاكټر نادر عالمي وايي ځينې كمپنۍ په قانوني توګه په افغانستان كې پر درملو پانګه اچونه كوي او ځينې نور يې پر ناقانونه توګه کوي. ځينې خلك ګومان كوي چې ارزان بيه درمل د ښه اغېز پر ځاى ناوړه اغېز پر ځاى پريږدي او د ناروغانو د درملنې لپاره ډير اغېزناك نه دي . خو كارپوهان وايي چې د افغانستان د خلكو اقتصادي ستونزو ته په پام سره ارزان بيه دارو ډير اغيزناك پريوتي دي . افغانستان ته زياتره درمل له تركيې ، هندوستان ، پاكستان ، ايران او چين څخه راليږدول كيږي . د عامې روغتيا چارواكي وايي چې سوداګر لومړى د درملو نښه يا سمپل دوى ته راوړي او پلټنې پرې تر سره كيږي . سوداګر بيا په دغه وزارت كې د درملو له تجزې وروسته چې د هغو د كيفيت په اړوند شكونه كړي ، كولى شي چې له ګمرك وروسته يې درمل د افغانستان بازارونو ته وړاندې كړي . د افغانستان په شمال كې د فارميسۍ يو چارواكى شكرالله وايي چې هڅه كوي ناقانونه درمل په بازار كې نه وي . خو كه تاسو په لويو ښارونو كې كوڅو ته ووځۍ وينئ چې د سړكونو پر غاړو هم ځينې كسان ډير قيمتي دارو درمل د سيمه ييزو غرنيو بوټو ترڅنګ پلوري . ځنې خلك شك كوي چې په افغانستان كې لا هم داسې يو ماشين نشته چې ددرملو د توكو د تجزې لپاره وكارول شي . كارپوهان فكر كوي چې افغانستان د درملو له سترو مصرف كونكو هيوادونو څخه دى او د درملو د تجزې لپاره ارومرو دغه ډول ماشينونه په ګردو لويو ښارونو كې بايد شته وي . په مزار شريف كې د درملو يو پلورونكى عبدالكريم د همدې خبرې تر څنګ وايي چې ځينې درملتونونه هغه درمل پلوري چې د افغانستان د عامې روغتيا چارواكي يې ناقانونه بولي . خو چارواكي هغه خبر ردوي چې ګواکې د افغانستان له روغتونونو څخه د مرستندويه ټولنو له خوا په وړيا توګه وركړل شوي درمل غلا او بيا بازار ته وړاندې كيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||