BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:27 گرينويچ 2005 ,07 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بلخ کې د نشيي توکو پر ضد عمليات
News image
بلخ ولايت کې تېر کال د اپينو توليد زيات شوى وو

د افغانستان په شمال کې په بلخ ولايت کې په لومړي ځل د نشيي داروگانو پر ضد عمليات شوي دي.

د کورنيو چارو د وزارت په يوه بيانيه کې ويل شوي دي چې په عملياتو کې څلور ټنه اپين او يو شمېر وسلې له منځه وړل شوې دي.

بيانيه زياتوي چې په بلخ ولايت کې د طالبانو د حکومت د نسکورېدو وروسته د کوکنارو کر زيات شوى وو. بل لور ته د بلخ او سمنگان د ولايتونو سيمه يزه چارواکو د مرکزي حکومت له چارواکو سره په کابل کې د يوې غونډې په مهال ژمنه کړې چې په خپلو ولايتونو کى به په غوڅه توگه د کوکنارو د کر مخه نيسي.

بلخ او سمنگان د هغوگوتې په شمېر ولايتونو په ډله کى دى چى تېر کال پکې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان خلاف دکوکنارو کر کيلې پراختيا موندلې وه .

د حکومت د نوې تگلارې له مخې سيمه يزه چارواکو ته گوت څنډنه شوې چې يا به په اړونده ولايتونو کى د کوکنارو د کر مخه نيسي او يا به له دندې نه گوښه کيدو ته چمتو کېږى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت