BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2006 ,24 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
حامد کرزى: که کوکنار ختم نکړو، کوکنار به مو ختم کړي
کرزى
کرزى: که کوکنار ختم نکړو نړيوالې مرستې به بندې شي
ولسمشر کرزي د افغانستان واليانو ته يوځلي بيا وويل چې دکوکنارو د کر مخه دې ونيسي ځکه چې تشدد رامنځته کوي او د هيواد راتلونکى په خطر کې اچوي

تير کال د افغانستان د کوکنارو څخه تقريبا ٤٥٠ ټنه هيرويين توليد شول او داسې ويره يې پيدا کړه چې افغانستان به ډير ژر پداسې يو دولت باندې بدل شي چې مخدره مواد به ورباندې مسلط وي

ښاغلي کرزي وويل"" که مونږه د کوکنارو مخه و نه نيسو کوکنار به مونږه ختم کړي""

هغه وويل"" تروريستان له کوکنارو څخه گټه اخلي ، له کوکنارو څخه ترلاسه شوو پيسو يوه برخه د افغانستان د خلکو پر ضد د بمونو جوړولو لپاره لگول کيږي او د ځان وژونکو بمي بريدونو سبب کيږي""

ولسمشر کرزي واليانو ته داهم وويل چې"" که افغانستان کې د کوکنارو کر دوام وکړي نړيوال به خپلې مرستي بندې کړي ""

نړيواله ټولنه په افغانستان کې د مخدره موادو پرضد په سلگونه ميليونه ډالره او يورو لگوي چې پوليس وروزي ، د هيرويينو لابراتوارونه له منځه يوسي ، قاچاق وړونکي ونيسي او د کوکنارو کروندې له منځه يوسي ، همدا راز د بزگرانو سره مالي مرستې کوي چې د کوکنارو پرځاې قانوني شيان وکري

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت