|
د نيشه أي شيانو پرضد کابل کې سيمه ايز کنفرانس | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر کنفرانس ته په خپل پيغام کې له گاونډيو نه وغوښتل چې د نيشه أي شيانو پرضد مبارزې کې خپله همکارى نوره هم پراخه کړي د کفرانس لويه موخه د يوه داسې پريکړه ليک پر سر موافقې ته رسيدل دي چې د افغانستان شپږ واړه گاونډيان د نيشۀ توکو د قاچاق وړونکو گډ تعقيب ته هڅوي . باور دا دى چې دغه هيواد په يوازې سر او هغه هم يوازې د کوکنارو د کروندو د اړولو له لارې ، د نيشۀ توکو ستونزه نشي اوارولى . په دې ترڅ کې کنفرانس ته د وينا په مهال د ايران د پلاوي مشر په نړيواله کچه د نيشۀ توکو د مقابلې د اوسنۍ تگلارې پر بري شک ښودلى دى د نيشۀ توکو خلاف مبارزه کې د سيمه يزې همکارۍ او ښه گاونډتوب په سرليک په پلازمينه کابل کې ، په جوړ شوي دغه کنفرانس کې د افغانستان د شپږو گاونډيانو د لوړې کچې حکومتي پلاوو گډون درلود . په دې سربيره دغه کنفرانس ته د برتانيا د هيواد او ملگرو ملتونو د ادارې استازي او په کابل کې د روسيې او جرمني سفيران هم ورغلي وو . د کنفرانس پيغام روښانه وو . هر وينا کوونکي له څه ډير توپير پرته په دې ټينگار کاوه چې د نيشۀ توکو د کاروبار مقابله د سيمې په کچه د مظبوطې همکارۍ او همغږۍ په رامينځ ته کولو سربيره پراخې نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري . دا ډول ټولو په اتفاق سره دې ته گوته نيوله چې د نيشۀ توکو اقصاد گواکې له ترهگرۍ سره په يوه مزي تړلى گواښ دى . کنفرانس ته د ولسمشر کرزي په پيغام کې د يوه بل ځل لپاره ټينگار شوى وو چې د افغانستان حکومت به له خپل لورې د نيشۀ توکو د کاروبار د مخنيوي په برخه کې خپلې کړې ژمنې يو په يو پوره کوي . خو تر څنگه يې په دې برخه کې له نړيوالې ټولنې نه له افغانستان سره د لا زياتې مرستې غوښتنه هم وشوه . د نيشۀ توکو خلاف د مبارزې وزير هم په خپله وينا کې د افغانستان په گاونډيانو د ستونزې مقابلې ته په گډه د ملا تړلو غږ وکړ . هغه وويل : دا ډول د وينا والو په څرگندونو کې يو بل روښانه پيغام هم پروت وو . داسې چې د دوى په وينا له دې وروسته دې د نيشۀ توکو د توليد کمولو ته د پاملرنې تر څنگه ، ډير پام د قاچا وړونکو د مخې ډب کولو ته واړول شي . د افغانستان د باندينيو چارو وزير په ډاگه وويل چې يوازې پر بزگرانو د زور راوړل او د کوکنارو د کروندو اړول د ستونزې د حل لاره نده . بلکه په وينا يې په کار داده چې تر څنگه يې د نيشۀ توکو قاچاق وړونکي هم تر کلک قانوني تعقيب لاندې ونيول شي . ښاغلي سپنتا وويل : کنفرانس ته د ايران د ولسمشر د مرستيال فداحسين مالکي وينا بيا له سختو نيوکو ډکه وه . دده نيوکې د کوم هيواد له نومولو پرته له افغانستان سره په دې برخه کې په مرسته کونکو راټولې وې . هغه وويل : د ښاغلي مالکي يو بل وړانديز دا وو چې د افغانستان خلکو او په تيره بزگرانو ته دې په داسې کچه مرستې ورکړل شي چې له اقتصادي اړخه يې په ژوند کې څرگند بدلون راولي او له کبله يې خلک کوکنارو ته شا کړي . دا راز د ايراني پلاوي مشر د سنلس د شورا دا وړانديز چې په افغانستان کې دې د کوکنارو کښت قانوني شي ، د افغانستان په گډون ټولې سيمې ته لوى گواښ وباله او له دغه وړانديز سره يې سخت مخالفت وښود . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||